سینما او موسیقي

د هېواد نامتو سندغاړي “استاد ګلزمان” د ژوند پور پرې کړ!

هېواد کې رسنیو د تکړه سندغاړي استاد ګلزمان د مړینې خبر ورکړی دی. د راپورونو پر بنسټ، سرچینو تایید کړې چې استاد ګلزمان، سندرغاړی او سندرې جوړوونکی د ۸۲ کالو په عمر د ومړ. سرچینو ویلي چې استاد پرون جمعه د کب شپږمه د ورپېښې ناروغۍ له امله په ابدي خوب ویده شو. نوموړی د افغاني موسیقۍ له مشهوره څېرو څخه و، چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې ویلي. نوموړي په ۱۳۴۳ ه.ش کې په رسمي توګه په ملي راډیو ټلویزیون کې سندرې پيل کړې. اسناد ګلزمان […]

سینما او موسیقي

تمنا: د ويرات کوهلي ملګرې او فلمي لوبغاړې

تمنا باټيا د هندي سېنما د جذابو او وړتيا لرونکو ښځينه اداکارانو څخه ده. تمنا چې کورنی نوم يې باټيا دی په عام ژوند کې د ټامي،ميلک او بيوټي په نومونو هم يادېږي. ددې راتګ سېنما ته د جنوبي هند له سېنما څخه وو چې وروسته یې خپله وړتيا په باليووډ کې هم ثابته کړې او د ټول هند په سېنماوو کې ورته فلم جوړوونکي زارۍ کوي. تمنا ددې سره سره چې غوره اداکاره ده،په نڅا کې هم تر چا نده پاته او موډله هم ده. ددې تنه ۱۶۵ سانتۍ […]

سینما او موسیقي

د باليووډ هغه ۱۰ نارینه اداکاران چې پر فيسبوک تر نورو ډېر مينوال لري

موږ تاسو ته هغه ۱۰ فلمي لوبغاړې درپېژنو چې پر فيسبوک تر نورو ډېر مينوال لري. اوسمهال د نړۍ د خلکو تر بل هرڅه ډېر د ټولنيزو رسنيو سره سروکار دی،پداسي حال کې چې همدې ټولنيزو رسنيو حکومتونه لا بدل کړيدي. افغانان په ټولنيزو رسنيو کې ترنورو شبکو ډېر فیسبوک کاروي، نو ځکه موږ دلته د باليووډ هغه اداکاران در پېژنو چې په فیسبوک کې ډېر فالورز لري. شاهرخ خان په ټويټر کې تر نورو هندي اکټرانو مخته دی او امیتابچن په پسې دی خو فيسبوک کې بيا هغسي نده. […]

سینما او موسیقي

د باليووډ سېنما ۱۰ غوره نارينه نڅاګران

باليووډ سېنما کې ځينې داسي اداکاران سته چې په زړه پورې ډانس کوي. په عمومي ډول نڅا او رقص کې نجونې تر نارينوو ډېرې مسلکيانې دې خو ځينې نارينه بيا داسې نڅا کولای سي چې نجونې لا ورته ګوته په غاښ پاتېږي. باليووډ سېنما کې هم داسې اداکاران سته چې په ډانس کې ډېر تکړه دي. ريتيک روشن چې په نړېواله کچه جذابه څېره ده په ډانس کې هم تکړه دی او په باليووډ کې بې مثاله دی. ريتيک روشن د باليووډ په کچه نڅا کې لومړی مقام لري،ورپسې پربو […]

سینما او موسیقي

د باليووډ د کميډي اداکار سنجی ميشرا په اړه

سنجی ميشرا د باليووډ سېنما يو له هغو اداکارانو څخه دی چې هر ډايريکټر غواړي پخپل فلم کې يې ولوبوي. سنجی په ۱۹۹۵ز کې د شاهرخ خان د اوح ډارلينګ د فلم څخه د سېنما سفر پيل کړی. نوموړی پخپل مسلک کې خورا بريالی دی او پدې وروستۍ لسيزه کې يې ټول رولونه مسخراچه دي. دی د فلمي اداکار ترڅنګ د فلمونو لارښود هم دی او ۵۸ کاله عمر لري. سنجی په ۱۹۶۳ز کې د هندوستان په ډربانګا کې زېږېدلی،۷۲ کيلو ګرامه وزن يې دی،۱۷۰ سانتي متره تنه لري، سپين […]

سینما او موسیقي

د فلمي نړۍ جذاب اداکار وپېژنئ

ريتيک روشن چې د ۲۰۰۰ز راهيسې په باليووډ کې په بيلابيلو څېرو راڅرګند سوی خورا بريالی دی. د ريتيک اصلي نوم هريتيک راکېش نګارا دی،پلار يې راکېش روشن هم فلمي اداکار وو او له پخوا راهيسې د خپل ورور راجېش روشن سره د فلمونو د لارښود او جوړونکې دنده په غاړه لري،مور یې پينکي روشن ده،ورور نلري او خور يې سنينا روشن نومېږي. ريتيک په ۱۹۷۴ز کې زېږېدلی دی ، اوس مهال ۴۷ کلن دی او ۶ ګوتې لري. ۱۸۰ سانتي متره تنه لري،وزن يې ۸۵ کېلو ګرامه دی، د […]

سینما او موسیقي

تر پټهان وروسته شاهرخ خان د يوبل فلم شوټينګ پیل کړ

شاهرخ خان د خپل يوبل راتلونکې فلم د شوټينګ چارې پيل کړې. کله چې په ۲۰۱۸ز کې د باليووډ د باچا شاهرخ خان تر ټولو ګرانبيه فلم “زيرو” ناکامه سو نو بيا تر اوسه يې کوم بل فلم ندی ريلېز کړی. د تېر کال راهيسي يې د پټهان په نامه فلم د شوټينګ چارې روانې وې چې تقریباً پايته رسېدلي دي خو لا تر اوسه یې د سندرو لپاره شوټینګ ندی ترسره کړی. راپورونه وايي چې شاهرخ خان او ډپيکا به په اسپانيا هيواد کې د يو ابشار سره د […]

سینما او موسیقي

د دريا وهلو په زړه پورې دود

  دريا يا چمبه په افغاني ټولنه کې هغه دود دی، چې له کالونو راهیسې د خوشحالیو پر مهال وهل کېږي. ښځې دريا په ودونو، کوژدو، اخترونو او د خوښیو په هر ډول محفلونو کې وهي. دا دود په پښتنې کليوالو سيمو کې ډېر دی، ښځې تر ډېره بيا پېغلې په ډېر شوق او خاص ذوق دريا سره سندرې وايې: نجونې د سندرو ويلو په وخت کې دريا په لنډيو کې هم ستا يې او وايي: د نجونو مېره يې واده کړه اوس به په سرو لاسونو څوک چمبه وهينه […]

د ماشوم نړۍ

اته دقیقې فلم،چې د نړۍ تر ټولو لنډ او غوره فلم لقب ګټلی

  نږدي دوه میاشتې کېږي، چې ساده اتاق کې په یو بستر پرته یم. په دغه موده کې د کورنۍ په مرسته یوازې دوه ځلې بهر ډاکټر ته تللي یم. تیر نظام مې ترافیکې پېښه کړې وه، د دې واکمنۍ مې لا بهر نړۍ، له نږدې نه ده لیدلې. د کړکۍ تر څنګ یم، نېمه حویلۍ راته ځنې ښکاري، په بهر ونو، بوټو او ګلانو پسې خفه شوې یم، په دې دوه میاشتو کې یې ډېره وده کړې او ډېر مست شوي هم دي. په حویلۍ کې د هر ګرځیدونکو […]

سینما او موسیقي

اميتابچن د باهوبلي فلم د ستوري سره

د هندي سېنما محبوب لوبغاړی اميتابچن بيرته فلمي نړۍ ته راځي. څو ورځي وړاندې د “کې” په نامه فلم چې امتابچن او پرابهاس يې مرکزي رول لوبوي د شوټينګ چاري يې پيل سوې. پرابهاس د هند د جنوبي سېنما مشهور ستوری دی، په ۲۰۰۲ز کې يې فلمي نړۍ ته مخه کړه،خو کله چې يې باهوبلي فلم ريلېز سو نو په افغانستان کې يې هم زيات شمېر مينوال پيدا کړه. د K په نامه فلم په ۲۰۲۲ز کې په تامل،تيلګو او هندي ژبو کې نندارې ته وړاندې کېږي. د امتابچن او […]