«که مسؤلینو د خیټې او شهوت پرځای د بې وزلو په اړه فکر کولی، نیمې ستونزې به حل وای»

په ۲۰۱۱ کې په برازیل کې د بې وزلۍ او سړي هوا له امله ۱۳ تنه ماشومان مړه شول، دغه پېښې د برازیل ښکلې ماډله “کټرینا مګلیوریني” اړه کړه، چې په ​خپل ټاټوبي کې د غریبو خلکو سره د مرستو لپاره غږ پورته کړي.

هغې له نړیوالو سازمانونو سره اړیکې ونیولې، ترڅو د بې وزلو سره مرسته وکړي، خو هېڅ چا یې هم لاسنیوی ونه کړ یا په بله مانا مرستې ورسره ونه شوې.

شل کلنې “کاترینا” په ۲۰۱۲ کې په انټرنټ يو نه منونکى اعلان خپور کړ، يعني کاترینا خپل عزت (جسم) پلور ته کېښود او ليکلي یې ؤ:

” هر چا چې د دې عزت (پیغلتوب) د پیېرلو لپاره ډیرې پیسې ورکړي، دا حاضره ده چې شپه ورسره تیره کړي.”

دا اعلان په ټول برازیل کې د لوی جنجال لامل او د بحثونو سرټکی شو. رسنيو پر “کترينا” سختي نیوکې پیل کړي، خو د یوې اونۍ په اوږدو کې، له ټولې نړۍ نه ورته د ۸۹۰ کسانو وړاندیزونه وشو.

د خلېج يو شيخ د “کترينا” سره د يوې شپې تيرولو لپاره د “يونيم مليون” ډالرو د ورکړې وړانديز وکړ.

په عین حال کې “کترينا” د سوریې د ماشومانو او میرمنو سره د ملاتړ غږ هم پورته کړ او وه یې ویل:

“که چیرې خلکو د یو ساعت لپاره د خپل شخصي (جنسي) خواهشاتو پر ځای د خپل وطن د بې وزلو په اړه فکر کولی، نو د دوی په هېواد او ګاونډ کې به هېڅوګ وږي نه وای پاتي شوي”

کترینا، نه یوازې د هغې ښکلا لپاره بلکې د هغې انساني شفقت لپاره هم مشهوره شوه، کترینا ډیری تلویزیوني پروګرامونو کې میلمنه شوه، ډیرو سازمانونو او خلکو ورسره مرستي وکړي، تر څو کترینا د بې وزلو لاسنوی وکړي.

دا خبره کره او روښانه ده، چې:

«د نړۍ اکثریت شتمن يا هم چارواکي؛ ډېر وخت د خپلې خیټې او شهوت په هکله په فکر کولو تيروي، که چيرې دوی همدا نېمايي وخت د خپل وطن، او بېوزلو خلکو په اړه فکر کولی، او لارې چاري یې ورته لټولي؛ نو د عامو خلکو ډيری ستونزې به حل وای.»

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ