زړه ښځه ۵ ورځې وروسته له واورو ژوندۍ راووته

٧٧ کلنه امريکايۍ ښځه له پنځه ورځو وروسته، چې موټر يې په واورو کې پټ شوى وو، ژوندۍ راووتله.
فاکس ٥ ټلويزيوني کانال خبر ورکړى، د امريکا په نيوجرسي ايالت کې، د جانت ووډ په نامه ٧٧ کلنه ښځې، پنځه ورځې په واورو پټ موټر کې تېر کړي او ژوندۍ پاتې ده.
مرستندويه ځواکونو هغه د واورو له بند خلاصه کړه. له معايناتو وروسته معلومه شوه، چې نوموړې طبي مراقبتونو ته اړتيا نه لري.
اصلي کيسه داسې ده چې دغه ښځه خپل شخصي کور نه لري، نو هغه په خپل ميني ون کې ژوند کوي.
وروسته تر دې چې د مېرمن ووډ موټر په بشپړه توګه په واورو کې پټ شو، د استوګنې د چمتو کولو چارواکو ته مراجعه وکړي، چې د اوسېدلو لپاره ورته ځاى پيدا کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب