کارابین سوداګریزې لوبې اګسټ میاشت کې پیلېږي

لیکنه: سمیع الله درانی

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ وایي چې سږ کال د سي پي اېل یا کارابین سوداګریزې لوبې د اګسټ میاشت په ۱۹ مه پېلېږي او د سټمبر تر ۲۵ مې نېټې به دوام وکړي.
سږ کال د سي پي اېل لوبو اتم پړاو ترسره کېږي.
دې لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې شاملې دي، چې تېر کې پکې راشدخان، محمد نبي عیسی خېل او قېس احمد لوبېدلي دي.
جمېکا ټلاواس، سېنټ کېټس او نیویس پېټرېټس، باربادوس ټرای ډېنټس، سېنټ لوسیا زوکس، امازون وریئرز او ټرېنباګو نایټ رایډرز کارابین کرکټ لیګ کې شاملې لوبډلې دي.
سي پي اېل لوبې اتلې لوبډلې یې
د دې سیالیو اتلولي دوه ځلې ټرېنباګو نایټ رایډرز، دوه ځلې باربادوس، دوه ځلې جمېکا ټلاواس او یو ځل ټوباګو او ټرېنېډاډ لوبډلې ګټلې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نړيوال اتل محمدعلي مېرمن د لوبغالي جوړولو لپاره افغانستان ته راغلې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : سپورټ

د سوکوهنې د نړيوال اتل محمدعلي کلې مېرمنې د ملي روغې جوړې د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي . ډاکتر عبدالله عبدالله پر ټولنيزو رسنيو د عکسونو په خپرولو سره ليکلي چې د سې ... نور ولولئ