هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

په موټر چلونه کې څومره اندېښنه وکړﺉ !؟

ډېری هغه کسان، چې موټر چلوي، د ویرې او ډار دوره یې تېره کړې ده. د مثبتې ویرې او اندېښنې احساس د ستونزې او ګواښ پر وړاندې د انساني هڅو یو دفاعي میکانیزم دی. په موټر چلونه کې زړورتیا او جرات دوه بېل څیزونه دي. تاسې پر یوه نري پله په زړورتیا نه شﺉ ورتلای، خو دا جرات کولای شي، چې له فکر سره مل پر پله د تېرېدو جرات وکړﺉ.

ډېرځله، چې نوي موټرچلوونکي په ترافیکي بیروبار کې نښلي، سخت اندېښمن کیږي. دا ویره ورسره مل وي، چې یوې او بلې خواته څوک ونه وهي، یا څوک یې موټر ونه وهي. پله ته چې برابریږي، زړه ورته خوري، بیا کله، چې شاته (ریورس) ځي، اندېښنې یې څو چنده کیږي.

زه خپله، چې په دوه لار کې واقع کیږم، یا په پارک او او دموټرو په تنګ تمځي کې موټر شاته بیام، سخت وراخطا کیږم. تندی او ورغوي مې خولې کوي، ځکه دا اندېښنه راسره وي، چې څوک ونه وهم او که ټکر هم وکړ، کوښښ کوم ځان تېر باسم او ان بیخي نه ور کوزیږم، چې د موټر کوم ځای خراب شوی دی. ددې یو ستر لامل دادی، چې زه د خپلو اندېښنو په سمندر کې دومره ډوب یم، چې ټکر هم خپله ملامتي ګڼم، په داسې حال کې، چې کېدای شي ملامت مقابل اړخ وي.

د رواني چارو کارپوهان په دې باور دي، چې اندېښمن کسان سره له دې، چې خپلې ستونزې لري، خو په موټرچلونه کې تر ټولو امن دي، ځکه مثبتې اندېښنې یې دې ته اړ باسي، چې د ټکر او نورو ترافیکي پېښو مخه ونیسي. ستاسې اندېښنې باید تر دې حده نه وي، چې روحیه مو ځپي. اندېښنې باید مثبتې او د پېښو پر مخنیوي متمرکزې وي. تاسې به ډېر داسې ټلویزیوني ویندویان لیدلي وي، چې یوه تېروتنه وکړي، لس نورې ترې کیږي او، چې بښنه غواړي کار لا هم پسې خراب کړي. ددې لامل دادی، چې دوی په دغسې تېروتنو پر خپل ځان او متن لوستنې کنټرول او په نهایت کې روحیه له لاسه ورکوي.

وايي، د موټرچلوونکي څلور سترګې وي. په یوه سترګه مخامخ لارې ته ګوري، په دویمه شاته ګوري او په دوو نورو ښي او کیڼ اړخ ته ګوري. د موټرچلونکې پر وخت که ستاسې دا څلور سترګې په منظم ډول کار وکړي، فکر نه کوم، چې له پله خطا وځﺉ، یا له کوم بل موټر سره پمپر ووهﺉ.

ډېرځله داسې پېښیږي، چې سړی د زیاتواندېښنو او ویرې له امله په اندېښنو کې ډوب وي. لاسونه او ورغوي یې دومره خوله کوي، چې شټرنګ ترې لوند او ښوی شي او په سمه بڼه یې نه شي کنټرولولای. ځینې موټر چلوونکي د بیروبار او سختې موټرچلونې پرمهال ښکنځلې او یا چیغه کوي، شټرنګ ته سوک ورکوي، یا یو بل دغسې غبرګون ښیي، دا د ویرې او اندېښنو پر وړاندې د مقاومت هڅې دي. دا ډول موټرچلوونکي کوښښ کوي، چې خپله ویره او اندېښنه په دغسې غبرګونونو کمه کړي او یا یې له منځه یوسي. په دې ټولو مواردو کې باید یو څیز په یاد ولرﺉ او هغه ارام اعصاب دي.

که اعصاب مو نارامه وي، د ټکر او ترافیکي پېښې احتمال لا ډېریږي، ځکه خو ښه داده، چې په دغسې وضعیت کې موټر څنګ ته کړﺉ او لومړی خپل اعصاب نور مال کړﺉ او بیا بېرته موټر ته کښېنﺉ.

هر موټرچلوونکی پوهیږي، چې په موټر چلونه کې څه څیزونه ددې لامل ګرځي، چې دی غوسه شي، یا روحیه له لاسه ورکړي، یا ویره او اندېښنې ورسره مل کیږي. موټر ته له ختلو مخکې تاسې ددغو عواملو پر حل فکر وکړﺉ، په دې صورت کې تاسې د موټرچلونې پرمهال دا ټول عوامل کنټرولولای شﺉ.

د ځینو موټرچلوونکو، چې پر لاره موټر پنچر کیږي، یا په بیروبار کې یې موټر جم کیږي، سخت وارخطا کیږي، خو دا هسې بیځایه فکر او وارخطایي ده. د موټر خرابي ستاسې د واک مساله نه ده او نه هم ترافیکي قوانین تاسې ته په دا ډول پېښو جزا درکوي. په زړورتیا له ترافیک او کوم بل موټر نه مرسته وغواړﺉ، چې موټر مو غاړې ته شي. بیا یې خپله جوړ کړﺉ او یا مستري ورته راوغواړﺉ.

د مستریانو شمېرې باید درسره وي، ځکه تاسې نه شى کولای، چې موټر یوازې پریږدﺉ او په مستري پسې لاړ شئ. په دې توګه په څو شیبو کې ستاسې موټر جوړیږي او هیڅوک هم تاسې ته نه ګوري، چې ستاسې موټر خراب دی. هرڅوک خپل کار کوي او تاسې هم باید د چا په کیسه کې نه شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */