مارچ 2, 2021

اته لوبډلمشران او په را روان نړیوال شل اوریز جام کې یې رهبریت!

د نومبر په میاشت کې نړیوال شل اوریز جام د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیلېږي، خو د دغو لوبډلو په لوبډلمشرانو کې پر اتو هغو یې اوس خبرې کوو او لیکنه درته لرو.
لومړی ایئن مورګن

ایئن مورګن د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر دی او له کالېنګ ووډ وروسته د انګلستان په تاریخ کې دویم ستر لوبډلمشر تمام شوی، چې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام یې انګلستان ته وګاټه.
دی د لوبډلمشرۍ ډېره ښه تجربه او ورسره په څنګ کې ښه حوصله لري. نوموړی د لوبې پر وخت نه غوسه کېږي او هم یې حالت ډېر نه بدلېږي، په عېن وخت کې د نړۍ په کچه یو ښه هېټر توپ‌وهونکی هم دی. دی کولای شي، چې خپله لوبډله د یوې لوبډلې په مرسته اتلولۍ ته ورسوي او د دویم ځل لپاره نړیوال شل اوریز جام وګټي.
ویرات کولي

د هندۍ لوبډلې پیاوړی او نامتو توپ‌وهونکی دی، له ډېر وخت راهیسې د لوبډلمشرۍ تجربه لري او کولای شي، چې د پیاوړو هندي لوبغاړو په مرسته لوبډله تر بري ورسوي. ویرات کولي که څه هم غوسه کېږي هم، خو د لوبډلمشرۍ او رهبریت پوره وړتیا او تجربه لري.
نوموړی په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لومړی نمبر توپ وهونکی دی او شل اوریزو لوبو کې هم مخ په بره روان دی او کولای شي، شل اوریز جام کې ښه توپ‌وهنه وکړي.
ایرون فېنچ

د اسټرالیا لوبډلمشر دی او اوس مهال دی هم فوم کې دی او ښه کره لوبغاړي په لوبډله کې ورسره شامل دي، د توپ‌وهنې او توپ اچونې په برخه کې بېخي بریالي لوبغاړي لري. فېنچ ارام طبیعت لري او ډېری وخت نه احساساتي کېږي. فېنچ د رهبریت پوره وړتیا لري.
کېن ویلیمسن

کېن ویلیمسن د نړۍ په کچه یو بهترین لوبغاړی دی او دی د خپلې لوبډلې سربېره د نورو سوداګریزو لیګونو پرمهال هم د مشرۍ پوره تجربه لري او کولای شي، لوبډله د بري تر کچې ورسوي.
دی په لوبه کې د سترو اخلاقو نمونه ده او د ۲۰۱۹م یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې یې خورا ښه کارکرده‌ګي وکړه.
بابراعظم

بابراعظم د پاکستانۍ لوبډلې ځوان لوبډلمشر دی او د نړۍ په کچه یو کلاس کرکټ لوبغاړی دی. دی په شل اوریزو لوبو کې مخکښ او لومړی نمبر توپ‌وهونکی دی، د هر ډول بالر پر وړاندې ښه لوبېږي.
اعظم نوی لوبډلمشر دی، خو د نورو باتجربه لوبغاړو په مرسته لوبډله ښه رهبري کولای شي.
کوینټن ډیکاک

کوېنټن ډیکاک یو له پیاوړو لوبغاړو دی، چې پر هر ډول پیچ ښه لوبه کوي، دی نوی دی، خو ډوپلیسي ورسره شته او تجربې یې ورسره شته.
لسېت ملېنګا

لسېت ملېنګا په سریلانکایي لوبډله کې پخوانی لوبغاړی دی او له هرډول لوبغاړو او حالت سره بلد دی. ملېنګا اوس لوبډلمشر دی او په نړیوال جام کې یې هم لوبډلمشري بده نه وه او توپ اچونه یې نامي ده.
لسېت ملېنګا د رهبریت پوره حوصله لري.
اصغر افغان

اصغر افغان د لوبډلمشرۍ اوږده مخینه لري او د لوبډلمشرۍ پوره تجربه هم لري.
که څه د لوبډلمشرۍ له فشاره درسته لوبه نه شي کولای، خو د نورو لوبغاړو د لوبولو او رهبري کولو ښه تجربه لري.
د اصغر په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ډېرې لوبې ګټلې او ښه تمام شوی دی. تمه کېږي، چې په نړیوال جام کې به لوبغاړي ښه رهبري کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




جاپاني پوهان: د زړښت ضد نوي درمل کشف شول

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : په زړه پورې

ژباړه د جاپان څېړونکو نوى ميکانيزم کشف کړى، چې د حجرو له زړښت څخه مخنيوى کوي. • د راپورونو پر اساس، “ماکوتو ناکانسي” د توکيو د طبي پوهنتون پروفيسور وايي، چې د کشف شوي ميکانيزم ... نور ولولئ