د هالیوډ مشهور فلم (کپټن مارول) پر سینماګانو نندارې ته وړاندې شو

د انګلیش سینما مشهور او د سوپر هیرو د فلمونو د لړۍ بل فلم (کپټن مارول) هم پر سینما ګانو نندارې ته وړاندې شو.
دغه فلم په مرکزي رول کې زیات شمېر کسان لري او کیسه یې د انسانانو له ژوند ورهاخوا خیالي برابره شوې.
یاد فلم کې که څه هم خیالي کیسه لري خو بیا هم د انسانانو د ژغورولو لپاره ټول هڅه کوي.
دغه د جنګ څخه ملامال فلم په یوه لويې بودیجې سره جوړ شوی او اوس پر سینما نندارې ته وړاندې شوی.
پر ټکنالوژۍ ولاړ دی یعنې د دې تر څنګ چې جنګ په کې وي، په کې مختلفه ټکنالوژي هم کار شوې.
کپټن مارول فلم کې د فلم اتلان به واقعته پورته وړتیاوي لري چې فکر یې هم نشي کېدلی.
کپټن مارول فلم د کامک بک په رول څرخي او په کې سیموئیل جیکسن او جوډلا تر نورو مهم رول لوبولی دی.
دغه فلم د ۱۵۲ میلیونه امریکایې ډالرو په لګښت سره جوړ شوی چې لومړی ټریلر یې تېر کال ۱۸ سپټمبر خپور شوی و، خو دویم ټریلر یې بیا د ډسمبر د میاشتې په دريېمه نېټه تېر کال خپور شوی ؤ.