اپریل 12, 2021

څنګه د سرطان مخه نیولی شو؛ ۵ اساسي لاملونه یې

Advertisements

د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې د سرطان ناروغي عامه شوې. په افغانستان کې هم هر کال په سلهاوو کسان ورباندې  اخته کېږي او مري. دا ګواښوونکې ناروغي لومړیو کې پټه وي، کرار کرار رابرسېره کېږي. سرطان ته په افغانستان کې په ځانګړې توګه پښتانه کلیوال خلک( مرداره دانه) وايي. دا ځکه چې ترې رغېدول ستونزه او خورا کم داسې پېښېږي چې څوک دې ژوندی ترې ووځي.
موږ هم د خلکو اندېښنو ته په کتو، هوډ وکړ څو د عامه پوهاوي په پار د سرطان پینځه آر لاملونه تاسو ته دروپېژنو چې د همدې لیکنې په ترڅ کې یې پرې پوهېدلی شئ.
څېړونکي پر دې اند دي چې که چېرې پاملرنه وشي، د سرطان مخه نیول کېدی هم شي.
روغتیاپوهان وايي چې ځينې سرطانونه له عفونت/میکروبه پیدا کېږي. په هرو شپږو سرطاني ناروغیو کې د یوې سرچینه یې عفونتونه وي.
څېړونکي وايي چې څلور ډوله عفوني ناروغۍ د سرطان لامل کېږي: انساني پاپیلوما، هلیکوباکترپیلوري، C او B هيپاټيټ.
دغه څلور ناروغۍ اصلاً د یو میلیون او نهه سوه زرو سرطاني ناروغیو( د رحم/بچه دان سرطان، د کولمو او یېنې/ځیګر سرطان) لامل شوي دي.
ډېری موارد یې هم په هغو هېوادونو کې پېښ شوي چې د پرمختیا په حال کې دي. تر ټولو عامه سرطاني ناروغي په مېرمنو کې د رحم/بچه دان او په نارینه‌وو کې د کولمو او ځيګر سرطان دی.

۵ لاملونه یې:

لومړنی لامل یې ناسمه ژوند بڼه ده. ناسمه ژوند بڼه د سم خوړنیز رژیم او فزیکي خوځښت/فعالیت نه لرل دي.
د سګرټو څکول یې بل لامل، ورپسې کاري لاملونه او چاپېریالي ناپاکۍ دي، دا بیا د عفونتونو د پیدایښت لامل کېږي. عفونت هم پر سرطان اوړي.
روغتیاپوهان وايي چې جنیټيک هم رول لري؛ خو خورا کم پېښ شوي چې د سرطان په لاملونو کې دې د عفونت تر څنګ ارثي لاملونه هم د سرطان سبب شي. د همدې لپاره جنیټيک د سرطان اصلي لامل نه ښودل کېږي.
نړیوالو څېړنو ښودلې چې په ۱۰۰ملیونه سرطاني ناروغیو کې ۴۴ هغه یې په ناسم خوړنیز رژیم او عفونت پورې اړوندېږي. په پرمختللو هېوادونو کې ۷٪ د سرطانونو سرچینه میکروب/عفونت دی؛ خو په هغو هېوادونو کې چې د پرمختګ حال کې دي ۲۶٪ ده. همدارنګه انساني پاپیلوما/HPV سل په سلو کې د رحم د خولې سرطان کې ونډه لري.
هلیکو باکټر پیلوري/اچ پي  ۶۰-۷۰٪ د معدې د سرطان لامل دی. ۸۰٪ د ځيګر او کولمو سرطان د B او C هيپاټيټ له امله وي.
تاسو وینئ چې یو وړکی باکټري څومره ګواښوونکې ناروغي پیدا کوي.
حال دا چې که دا باکټریاوې کمې یا ورکې شي، د سرطان مخه نیول کېدی شي.
زموږ په هېواد کې د معدې، کولمو، رحم، پوستکي سرطانونه خورا ډېر شوي. په نارینه‌وو کې مو د معدې او پوستکي سرطان ډېر دی، په ښځینه‌وو کې د رحم د خولې سرطان ډېر شوی. د دې په پار چې مخه یې ونیول شي باید خوړنیز رژیم او د خوړو پاکوالي ته پام وشي. سربېره پر دې ښځینه باید خپلو شخصي پاکي او سوتره‌ګي ته جدي پاملرنه وکړي.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي