
د چلېنج کپ په نوم یو ورځنۍ سیالۍ د شپږ لوبډلو په شتون کې د پنجشنبې په ورځ په مالیزیا کې پای ته ورسېدې، د دې سیالیو پنځلسمه او وروستۍ لوبه سېنګاپور له کاناډا څخه وګټله، یعنې سېنګاپور د دې سیالیو اتل شو.
دا لوبې د کاناډا، سېنګاپور، قطر، ډېنمارک، مالیزیا او وان واټو لوبډلو ترمنځ د سپټمبر په ۱۶ مه نېټه په کولالمپور کې پیل شوې وې.
د دې سیالیو په اوږدو کې کاناډا تر ټولو ستر هدف مالیزیا ته په څلورمه لوبه کې ورکړې و، کاناډا په پنځوس اورونو کې په ۷ وېکټو ۴۰۸ منډې کړې وې.
توماس ۶۰، لوبډلمشر دالېوال ۱۴۰ منډې، کومار ۶۰ منډې او روېندر پال سېنګ ۹۴ منډې کړې وې.
شارل فطري بیا د مالیزیا لپاره ۳ وېکټې اخېستې وې.
مالیزیا ۴۶ اعشاریه ۳ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۲ منډې وکړې او لوبه ترې کاناډا په ۲۰۶ منډو وګټله.
نېتېش کومار د کاناډا لپاره درې وېکټې واخېستې.
کاناډا په دې لوبه کې د نړۍ په کچه په یو ورځنیو لوبوکې د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ جوړ کړ او د جدول په سرکې یې ځای ونیو، دوی ټولې ۲۸ شپږیزې ووهلې، چې ۴ رودرېګو توماس، ۱۳ ناف نيټ دالېوال، دوه نېتېش کومار او ۹ روېندر پال سېنګ ووهلې، چې ټولې ۲۸ شپږیزې کېږي، تر دې دمه په یو روځنیو لوبو کې د کرکټ په تاریخ کې یوې لوبډلې هم په یوه پاڼۍ کې ۲۸ شپږیزې نه دي وهلي او کاناډا دا ریکارډ خپل کړ.
له ۲۰۱۴ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې په یوه پاڼۍ کې زیاتې شپږیزې
لومړی کاناډا ۲۸ شپږیزې، دوهم جمېکا ۲۷ شپږیزې، دریم ویسټرن اسټرالیا ۲۷ شپږیز او څلورم وېسټرن ډېسټرېکټ ۲۶ شپږیزې.