سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

کرکیټ؛ افغانستان د انګلیستان سره د دوهم ځل لپاره مخ کیږي.

افغانستان د نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په لړ کي د انګلیستان سره ددې هیواد په کوربتوب په یو ورځنۍ تمریناتي سیالي کي لوبیږي.

په دې لوبه کي به د افغانستان لپاره بریا مهمه نه، بلکه د لوبغاړو د تجربو څخه ښه ګټه اخیستنه او ښه لوبه مهمه وي.

دا لوبه سبا (دوشنبه) ماپښین دوې بجې پیلیږي.

په نړیوال جام کي لس لوبډلي ددې جام څخه مخکي دوې دوې تمریناتي سیالۍ یو د بل پر وړاندي ترسره کوي.

افغانستن خپله لومړۍ سیالي له پاکستان څخه په درو ویکیټو وګټل او دوهمه سیالي له انګلینډ لوبډله سره کوي.

ددې سیالیو په لړ کي سوت افریقا سریلانکا ته ماته ورکړه، نیوزلینډ هند ته او اسټرالیا بیا انګلیستان مات کړ.

افغانستان د انګلینډ خلاف یوه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړې.

دا لوبه د تېر ۲۰۱۵م کال نړیوال جام لوبه ده، چي انګلینډ په ۹ ویکیټو ګټلې وه.

پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام د رواني می میاشتي پر ۳۰ نېټه په انګلینډ کي د کوربه هیواد او سوت افریقا لوبډلو په لوبه پیلیږي.

د نړیوال جام په څلورمه لوبه کي افغانستان او اسټرالیا خپله لومړۍ لوبه یو د بل پر وړاندي ترسره کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.