هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي

پر موبایل ټیلفون تر نیم ساعت زیاتې خبرې مو مغز زیانمنوي

هر ټولنه د اړیکو او خبرو کولو جلا فرهنګ او دود لري. ددوې د مخامخ مجلس او ټیلفوني مکالمو ډول هم سره توپیر لري.

کله هم ځینو افغانانو ته متوجه شوي یاست، چې په ټیلفوني ان ستړي مشي او بیا خدای په اماني څو دقیقې وخت نیسي؟! دوې له دې نه دې خبر، چې په ټیلفون اوږدې خبرې نه یوازې دا چې ددوې د وخت او پیسو ضایع ده، بلکې دوې ته وژونکي جسمي او رواني ناروغۍ هم پیدا کوي.

یوه تازه او لانجمنه څیړنه وايي، چې په ټیلفون اوږده مکالمه د مغزو سرطان پیدا کوي.

په څیړنه کې موندل شوې، چې په موبایل ټیلفون د ورځې نیم ساعت (۳۰ دقیقې) او یا له دې څخه زیاتې خبرې کول د مغزو د سرطان احتمال زیاتولی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې هغه ډله خلک چې د لسو کالو او یا له دې څخه هم د زیات وخت راهیسې موبایل تیلفون کاروي، د مغزو په وده کې يې غیرې منظموالی رامنځ ته کیږي.

اما دا څیړنه په تمامه مانا ځینو نورو پرفیسرانو ته د منلو نه ده او هغوی پرې ملاحظات لري.

څیړنه په ۵۰۰۰ هغه خلکو چې موبایل تیلفون کاروي او غږیږي پرې او په ۵۰۰۰ هغه کسانو چې موبایل نه لري، ترسره شوې او پکې معلومه شوې چې لومړۍ ډله خلکو د مغزو رشد نسبت دویمې ډلې ته د ستونزو سره مخ وو.

یاده څیړنه وروسته په یو نیم میلون خلکو تر سره شوه، خو واضح نتایج لا هم په لاس کې نشته.

د برتانیا یو شمیر پروفیسرانو تیر ته په کتو ویلي، چې د موبایل تیلفون استعمال د مغزو د سرطان لامل نه شي کیدای.

خو  هیڅوک هم دا خبره نه ردوي، چې د موبایل ټیلفون ډیر استعمال د یو شمیر روغتیايي ستونزو لامل کیږي.

نور تازه مطالب

د پولینډ لومړۍ وزیره ترافیکي پېښه کې ټپي شوې

یمن کې نظامونه بدلول اسان خو د پاکستاني کب نیونکو خوشي کیدو لس کاله ونیول

ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ

د جامو سعودي ډيزاینرې ګرځنده پلورنځی پیل کړ

دوامداره ناسته له سګریت څکولو هم مضره ده

د ويښتو پالنې په اړه څلور پوښتنې چې باید په ځواب یې پوه شئ

سریدیوي وايي خپلې دوه لوڼې راته تر بل هر کار مهمې دي

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */