د اسټرالیا اورځپلو سره د مرستې راټولو لوبه ریکي پونټېنګ وګټله

د اسټرالیا حکومت او کرکټ بورډ د ۲۰۱۹م له وروستیو اعلان وکړ، چې د اسټرالیا نیو ساوت وېلز سیمه کې د وحشي اورځپلو خلکو ته مرسته راټوله کړي، د دې لپاره یې یوه خېریه لوبه ترسره کول غوره لاره وپتېیله.
له همغې ورځې د خېریه کرکټ لوبې ترسره کولو لپاره هلې ځلې روانې وې بالاخره دا لوبه د یکشنبې پر ورځ د فبروري په ۹ مه په جنکشن اوول کرکټ لوبغالي کې چې مېلبورن ښار کې موقیعت لري ترسره شوه.
دا لوبه د یکشنبې په سهار پیل شوه او شاو  خوا یوه بجه پای ته ورسېده.
د خیریه کرکټ لوبې د ترسراوي په موخه دوې لوبډلې جوړې شوې، چې په دواړو لوبډلو کې پخواني تقاعد شوي لوبغاړي او یوه ښځینه لوبغاړې شامله وه.
د یوې لوبډلې لوبډلمشر د اسټرالیا پخوانی تقاعد شوی لوبغاړی ریکي پونټېنګ او د یوې لوبډلې لوبډلمشر د اسټرالیا بل پخوانی لوبغاړی اډم ګېل کرېسټ ټاکل شوی و.
د ریکي پونټېنګ لوبډلې په لس اورونوکې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو سره د برېن لارا د ۳۳ منډو په مرسته ۱۰۴ منډې وکړې او د ادم ګېل کرېسټ لوبډلې ته یې ۱۰۵ منډې هدف ورکړ.
د ګېل کرېسټ لوبډلې یې په ځواب کې ټولې ۱۰۳ منډې وکړې، ۶ وېکټې یې وسوځېدې او په یوه منډه ترې لوبه د ریکي پونټېنګ لوبډلې وګټله.
د دواړو لوبډلو لوبېدلي لوبغاړي او نومونه یې
د ریکي پونټېنګ لوبډله کې دغه لوبغاړي شامل وو
متیو هایډن، جسټېن لېنګر، ریکي پونټېنګ لوبډلمشر، فویبي لېچ فیلډ، برېن لارا، الېکس بلېک وېل، براډ هېډېن، ډانېئل کرېچېن، لوک هاج، برېټلي او وسیم اکرم.
نتن لیئن بیا همدې لوبډلې سره ریزرف یا چمتو لوبغاړی و.

د اډم ګېل کرېسټ خیریه لوبډله
اډم ګېل کرېسټ لوبډلمشر، شېن واټسن، برېډ هاج، یوراج سېنګ، ایلایس وېلاني ښځینه لوبغاړې، انډریو سېمونډز، کېمرن سمېت، نېک ریوولټ، پېټر سېډل، فواد احمد او کورټني والش.
د یوې لوبډلې روزونکی د هندوستان افساوي لوبغاړی او د سل سلیزو پاچا سچېن ټېنډولکر او د بلې لوبډلې لوبډلمشر اسټرالیایي ټېم پېن و.
ځینو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي، چې د جنوري له پنځمې تر دې دمه د اسټرالیا له اورځپلو سره د مرستې په کمپاین کې تر دې دمه ۲۰ میلیونه اسټرالیایي ډالر راټول شوي دي.
د کرکټ لوبو سربېره د ټېنس، فوټبال، ښځینه لوبډلو او موسیقۍ کنسرټونه هم ترسره شول او راټولې شوې پېسې یې اورځپلو ته ورکول کېږي.
 
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.