کنګنا: څوک چې له ۲ ډیر بچي وزیږوي، زندان ته دې واچول شي

د بالیووډ نړۍ مشهورې اداکارې کنګنا رناوت په هند کې د نفوس د کنټرول لپاره یو ډېره په زړه پورې او خورا عجیبه غوښتنه کړې، چې د ډېرو خلکو غبرګونونه یې راوپارول، او د خبرونو سر ټکی وګرځېد.

نوموړې ویلي دي، چې په دې هیواد کې دې هر هغه کورنۍ چې دریم ماشوم زېږوي باید والدینو ته یې سزا ورکړل شي.

ګنګا په ټولنیزو رسنیو کې د خپل هیواد پر اوسنيو حالاتو یو پوست کړی، او ویلي یې دي، چې په اوس مهال کې بحران ته په کتو سره باید هغه کورنۍ چې دریم ماشوم زېږوي، په بند کې واچول شي، او یا هم لږ تر لږه جریمه شي.

پر ټویټر کنګنا رناوت لیکلي، چې زموږ هیواد باید د نفوسو د کنترول لپاره سخت قوانین او اصول جوړ کړي.

ګنګا رناوت یو له هغو فلمي سترو څخه ده، چې ۱۲ هغو فلمي لوبغاړو په لېست کې راغلې، چې په خپل استعداد او لیاقت د فلم په ډګر کې یې ځانته نوم ویستلی، خو په اوس وخت کې، فلمونو کې یې رول کمرنګه شوی او ډېرو لږو فلمونو کې راښکاره کېږي.

د دې خبرو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې کنګنا رناوت د خلکو له لخوا د سختو نېوکو لاندې راغله، او د رسنیو کاروونکو دې موضوع ته په اشارې وویل، چې نوموړې پخپله دوه نورې خویندې هم لري.

د یادولو وړ ده، چې کنګنا رناوت په دا ورستیو کې وخت نا وخت د هرې موضوع په هکله جنجالي خبرې کوي، چې تر ډېره د راپورونو د سر ټکی ګرځي.

ګنګا رناوت په دا ورستیو کې د Thalaivi فلم د ټریلر په خپرېدلو سره د هند ملي جایزه وګټله. دا فلم د اپرېل په ۲۳ سینما ته وړاندې شو.

نوموړې یو له هغو اداکارانو څخه ده، چې د سوشانت سنګ د مړینې په تړاو یې هم ډېر غبرګون وښود، او ځینې فلمي اداکاران لکه: عالیه بټ یې د سوشانت سنګ په روحي لحاظ ځپلو تورنه کړه.