افغانستان ځوانان او زده کړې سرسکالو سوله سیاست

په (هغه خونه چې پکې پېښ شول) کتاب کې له طالبانو سره د سولې په اړه د سپینې ماڼۍ رازونه

ژباړه: ملیحه ناصري
سرچینه: independent – اينډپينډيټ

د امریکا د ملي امنیت د مخکیني مشاور جان بولټن د کار یوه برخه، ټرامپ ته د افغانستان د سولې او جګړې د بدلونونو اړوند د سیاست چلولو په اړه مشاوره وه. ده په ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۹ز کې یې ۱۵ میاشتې سپینه ماڼۍ کې دنده وکړه.

د هغه په وخت کې له طالبانو سره د امریکا مستقیم مذاکرات اوج ته او د تړون تر لاسلیکه هم ورسېدل.

ښاغلی بولټن طالبان انسان‌وژونکي او قاتلان بولي، پر هغوی بې باوره او له هغوی سره د توافق ضد و، خو د خلیل زاد- پمپیو د ټیم پر وړاندې یې ماته وخوړه.

هغه په دې اړه خپل نظریات او لیدلوري د خپلو ( یادیزو) د کتاب په یوه برخه کې چې د سه شنبې پر ورځ خپور شو، مطرح کړي.

جان بولټن وايي چې د ۲۰۱۸ز پای وختونو کې افغانستان ټرامپ ته رنځ ګرځېدلی و. هغه پر دې باوري و چې خپل ټول امکانات یې، خپل د دفاع وزیر ( جیم ماټيس) په واک کې ورکړي و، څو د طالبانو کار خلاص کړي او د داعش خلافت له مینځه پرې یوسي، خو دی ونه توانېد چې خپل ماموریت بشپړ کړي.

دی لیکي:

“ټرامپ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د دایمي حضور مخالف و. دې دوه لاملونه لرل: یو یې دا و چې ده د خپلو ټاکنیزو مبارزو بنسټ پر دې ایښی و چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به (بې پایه جګړو ته پای ورکوي) دویم دا چې د پرله‌پسې امنیتي او وټه‌ییزو (اقتصادي) مرستو ناسم مدیریت په تنګ کړی و.سربېره پر دې ټرامپ باوري و چې د عراق اړوند نظر یې سم دی او اوس ټول ورسره یوه خوله دي، خو بیا هم ټول نه.”

بولټن چې د امینتي او دفاعي چارو د همغږی ماموریت او ولسمشرۍ ته د مشورو ورکولو دنده ور ترغاړې وه، سخت باوري و چې دا جګړه امریکا نه ده پیل کړې چې اوس یې له یوې مخې ختمه کړي.

۷۱ کلن جمهوري غوښتونکی بولټن چې د توندو دریځونو له امله د امریکا (شاهین) نومي سیاسي بهیر ته اړوند دی، وايي چې په اسلامي نړۍ کې افراطي روایتونه سیاسي، ایډيولوژیک او مذهبي، د لویدیځې نړۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي چې له جګړې نه د امریکا په په تنګ‌توب دومره ژر پای نه مومي.

هغه په (هغه خونه چې پکې پېښ شول) کتاب کې لیکي:

“تر ټولو مهم دا چې دا جګړه د افغانستان، عراق او سوریې یا کوم بل هېواد د امنیت او ژوند بڼې د لا ښه کولو په پار نه وه. زه ملت جوړوونکی نه یم. سربېره پر دې پر مارکسیسټي سیسټم چې وايي خورا ښه اقتصادي شرایط خلک له ترهګرۍ لرې ساتي، باور نه لرم. مسئله دا وه چې موږ وکولی شو امریکا د سپټمبر د ۱۱مې پېښې ته ورته یا بدتره برید نه وساتو، ځکه چې کېدای شي ترهګر بیولوژیکي، کیمیاوي، هسته يي وسلو ته لاسرسی ومومي. تر هغو چې دا ګواښ موجود وي، هېڅ داسې سیمه نشته چې موږ اندېښنه ورته ونه کړو. ترهګر خو څه په لرګینو بېړیو کې امریکا ته نه راځي.”

بولټن له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو هڅو او د زلمي خلیلزاد رول ته نغوته کوي او وايي:

“ما چې کار پيلاوه ډېر بحثونه شوي و. لومړنۍ اړیکه مې د ۲۰۱۸ز د مې پر ۱۰مه ونیوه. زلمی خلیلزاد، هغه ملګری مې لیدو ته راغی چې د جورج بوش له وخته یې پېژنم او ۲۰۰۷ز کې د متحدو ملتونو سازمان کې زما ځایناستی شو.”

«زل» هغه نوم چې دا ټول افغاني الاصله امریکايي ډيپلوماټان پېژني او په افغانستان کې د امریکا د سفارت مدیریت یې هم په کارنامو کې شته، وویل چې ځينو کسانو د طالبانو د بېلابېلو څانګو په استازیتوب له ده سره اړیکې نیولي او د سولې د خبرو اترو غوښتنه یې کړې ده.

هغه د امریکا له نورو لوړپوړو سره هم خبرې کړې وې چې د دې چارې څرنګوالی وڅاري. اوس یې غوښتل تر هر څه دمخه ما هم خبر کړي چې د پرمختګونو په ترڅ کې په جریان کې واوسم. دوې میاشتې وروسته په ډاګه شوه چې دې کسانو رښتیا هم د طالبانو استازیتوب کاوه. زه د ډېرو اړیکو مخالف نه وم؛ خو ډېره تمه مې هم نه وه.

خلیلزاد لومړی له طالبانو سره نارسمي اړیکې ټينګولې. د څو میاشتو په ترڅ کې یې دریځ لوړ او د بهرنیو چارو د وزارت« غوره استازی» شو چې د دې استازو شمېر ورځ تر بلې ډېرېده.

د دې لیدنې څو میاستې تېرې شوې او خلیلزاد له طالبانو سره خبرو ته زور ورکړ. د نومبر پر ۸مه د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې یوه ناسته د ټرامپ په مشرۍ وشوه چې ټرامپ، مایک پنېس، امنیتي وزیرانو، بهرنیو چارو، د ملي امنیت مشاور، د سیا او د ارکان حرب رییسان پکې وو.

بولټن د دې جلسې په هکله لیکي: « ټرامپ ژر پیل کړه ویې ویل چې موږ درګرده ماتېږو او هغوی( طالبان) هم پوهېږې چې موږ ته ماتې راکوي. بیا افغانستان ته د امریکا د متحده ایالتونو د ځانګړي سر‌مفتش پر کار وغږېد چې په افغانستان کې د امریکايي مالیې ورکوونکو د ډالرو په ضایعاتو راپورونه مستندوي او هغه کره مالومات چې بهرني هېوادونه یې په جګړو کې پت( محرم) ساتي، چمتو کوي. او ویې چې داسې فکر کوم چې د سر‌مفتش کار سم دی؛ خو د شرم ځای دا دی چې دا څيزونه ټولیز/ عمومي کوي.

بولټن د ټرامپ له خولې داسې لیکي:

« زما سټراټيژي (چې د اسیا د سوېل پر سټراټيژۍ مشهوره ده او په ۲۰۱۷ز کې د جنرالانو په مشوره ولیکل شوه، څو طالبان او پاکستان تر فشار لاندې کړي) سمه نه وه او هېڅکله یې موږ هغه ځای ته ونه رسولو چې غوښتل مو. هر څه مو وبایلل. مطلقه ناکامي شوه، ضایعه ده، شرموونکې ده. دا دومره تلفات، له ویلو یې کرکه لرم».

د دې کتاب پر بنسټ، ټرامپ په افغانستان کې د بمونو د مور د کارولو په اړه چې ګڼ غبرګونونه یې راوپارول، امریکا ته یې خورا بدنامي جوړه کړه، خبرې وکړې او د دفاع وزیر ماټيس ته یې وویل چې« ستا له خبردارۍ پرته کارول شوی دی».

ټرامپ بیا د خپل دفاع پر وزیر نیوکه وکړه، ویې ویل چې تاته مې تر هسته يي وسلو پرته، نور ټول واک درکړی و. اوس وګوره څه پېښه وشوه؟ «افغانستان کې څه شی بریا ده؟»

د بولټن په وینا، ماټيس په سمه ځواب ورکوي:

« متحده ایالات دې تر برید لاندې نه راځي. راځئ ووایو، جګړه ختموو، نه دا چې وځو».

د امریکایانو موخه دا وه چې جګړه دې ختمه شي؛ خو د دوی اطلاعاتي او د ترهګرۍ ضد ځواکونه دې لا هم افغانستان کې پاتې شي.

د ټرامپ دا ګیلې او سرټکونې چې څومره ډېرېږي، د خلیلزاد ماموریت پراخېږي.

بیا هم د افغانستان بحث د امریکايي مشرانو تر مینځ راځي او ټرامپ پوښتي:« خبرې اترې څنګه روانې دي؟»

خو د بولټن په وینا « د پمپیو د خبرو مینځ کې ورلوېږي او د افغاني لوړپوړو تر مینځ د پراخو اداري فسادونو په اړه، په ځانګړي ډول اشرف غني او د هغه شتمنیو ته نغوته کوي؛ خو په خواشینۍ سره چې غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره غلطوي او تل همداسې کېدل».

ټرامپ یو ځل بیا شکایت کوي چې «د نړیوال سوداګریز مرکز جوړول، افغانستان ته د جګړې لپاره تر تلو ارزانه تمامېده.»

د بدلونونو له پرمختګ سره د( اوت- حوت؟!) په ۱۴مه د ټرامپ د ګولف لوبغالي (بیډمینسټر) کې د ټرامپ په مشرۍ د پمپیو او خلیلزاد په شتون د جلسې د جوړېدو خبر رارسېږي. اخر کې بولټن هم وربلل کېږي.

هغه لیکي:

“ناسته د مازیګر تر درېیو بجو شېبې وروسته پیل شوه. پمپیو وویل، کار مو له طالبانو سره لا نه دی خلاص شوی؛ خو له طالبانو سره د جورجاړي د مادو لږ لنډيز یې ووایه چې د توافق د تقریباً نهايي کېدلو ښکارندویي یې کوله.”

د پمپیو خبرې له هغو خبرو سره په ټکر کې وې چې ډېری ورځې یې ماسره په ټلیفون کولې. ټرامپ د دې تړون د هغې مادې په اړه وپوښتل چې افغان حکومت او طالبانو د هغې له مخې د یرغمل شویو کسانو تبادله کوله چې دا کار تر موږ ډېر د طالبانو په ګټه و. د ټرامپ دا کار هېڅ خوښ نه شو او بیا ځلي يې پر محمد اشرف غني او په دوبۍ کې د هغه پر ښکلې کور نیوکه وکړه؛ خو موږ چې پلټنه کړې وه، غني دوبۍ کې کوم کور نه لاره. پمپیو دې ته نغوته وکړه چې اوس غني ولسمشر دی او د هېواد د وسلوال پوځ کنټرولوي. خورا وړاندوینه کېدله چې اوس به ټرامپ دا هم وپوښتي چې« څوک د دوی پيسې ورکوي؟».

سپر چې تازه‌کاره و، ویې ویل:”موږ یې ورکوو.”

هغه بودیجه چې د افغانستان امنیتي پوځونو ته یې امریکا ورکوي، پر کال ۶.۵ میلیارډه امریکايي ډالر دي.

خبرو اترو چې پرمختګ وکړ، ټرامپ یو ځل بیا زیاته کړه:

« بد توافق ته تسلیمېدل تر هغو هم بد دي چې یوازې ووځو. زه دا غوره ګڼم چې معامله ونه کړم. خو وروسته یې زیاته کړې: “راځې دا توافق ستر کړو او څرګنده کړو چې خورا ښه توافق دی؛ خو که طالبانو بیا بد کار وکړ( زما په اند موخه یې د تړون نقضول و)، لعنتي هېواد به یې یو میلیون ټوتې کړم.”

دې جلسې یو نیم ساعت ونیو، په پای کې له طالبانو سره پر جوړجاړي اخرنۍ پرېکړه نه ده شوې. خلیلزاد په دې اړه لا ډېر کار کولو باندې ګومارل کېږي. هغه د ملي امنیت د مشاور د ملاتړ تر لاسه کولو په بار د بولټن دفتر ته ورځي.

خلیلزاد د خبرو اترو بهیر د پمپیو تر څار لاندې مخ پر وړاندې بیايي. د دې بهیر ترڅ کې د دفاع وزیر استعفا کوي او د ملي امنیت مشاور څنډې رټل کېږي. تر هغو چې خلیلزاد د امریکا او طالبانو تر مینځ د تړون د متن مخکې لیکنه د واشنګټن د ملاتړ جلبوو په پار امریکا ته وړي.

ښاغلی خلیلزاد چې د تړون مخلیکنه یې چاته نه وه ورکړې او یوازې د افغانستان مشرانو ته یې په کراهیت ورښوولې وه، همدغه چاره یې د ملي امنیت له مشاور سره هم کوي.

بولټن وايي:

“خلیلزاد لومړی غوښتل هغه اسناد (له طالبانو سره د توافق) چې د تړون عمده برخه وه ولولم؛ خو نشو یې کولی چې یوه نسخه یې راته وسپاري. ما ورته وویل، منننه؛ خو اسناد مې نا‌‌ ویلي ورستانه کړل او ورته ومې ویل: هېڅ لاره نشته چې دا کارونه په تلوار وکړم. د اسنادو مطالعې ته مې وخت پکار و. آن خلیلزاد وویل چې سپر، ډنفورډ او هاسپيېل (د سیا رییس) هم یوازې لوستي دي؛ خو ما یې دا وړاندیز هم ونه مانه. حیران شو چې لوستلو ته یې حاضر نه شوم؛ خو زما ذهن ویښ و، دې ته چمتو کېدم نه چې هغه سند ۱۰ دقیقو کې ولولم چې خلیلزاد او پمپیو ۱۰ میاشتې کار پرې کړی و.”

بله خورا اړینه ناسته د افغانستان اړوند د اګېسټ پر ۲۰مه د جمعې پر ورځ وشوه. د امریکا ټول سیاسي او امنیتي مشران له بېلابېلو ځایونو سپینې ماڼۍ ته راورسېدل. د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور په وینا، ټرامپ وویل: “طالبان یوازې غواړي خپل هېواد بېرته واخلي.”

هغه بیا هم غني، حامد کرزی او شتمنۍ یې سره غلط کړل. له ما یې وپوښتل، جان ایا دا تړون لاسلیکوې؟ ما ورته وویل، ښاغلیه ولسشمره نه یې امضاء کوم، خپل دلایل مې هم وړاندې کړل.

د خبرو په بهیر کې ټرامپ هیښنده وړاندیز کوي. هغه وايي: “زه غواړم طالبانو سره خبرې وکړم. پرېږدئ چې واشنګټن ته راشي.” او د پنېس نظر غواړي. د مرستیال ځواب یې دا و چې: “تر پرېکړې دمخه باید سوچ وکړو. هغوی پر خپلو خلکو ظلم او تېری کړی. ایا طالبانو په رښتیا بدلون کړی؟.”

ټرامپ زیاتوي: “غني او طالبان دواړه دلته راغواړم. تر لاسلیک مخکې به دا کار وکړو. غواړم تر امضاء دمخه هغوی ووینم. د ټلیفون له لارې نه.”

خلیلزاد وايي: “د هغوی هم خوښېږي چې راشي.”
ټرامپ له بولټن نه پوښتنه کوي چې دی څه فکر کوي.
بولټن وايي: “زه ستونزه نه لرم، خو هغوی دې تاسو سره تر لیدو دمخه د نړۍ تر ټولو پیاوړیو مقناطیس سنجونو څخه تېر کړل شي».

ټرامپ وايي: “سمه ده، تر کیمیاوې دستګاوو هم.”
وروسته د غني او طالبانو د لیدو په اړه په ډیوېډ کمپ کې خبرې کېږي.

بولټن د ۲۰۱۹ز د سپټمبر پر ۵مه ډېوېډ کمپ ته د تلو لپاره چمتو کېږي. هغه لیکي: “مېک مولواني (د ولسمشرۍ دفتر رییس) د سهار تر اتو دمخه زما دفتر ته راغی چې شخصاً راته وايي څه بدلونونه راغلي.

هغه په پام کې لرل چې پر شنبې به له ټرامپ سره ډېوېډ کمپ ته ځي او وړاندیز راته وکړ چې زه له ( پمپیو، سپر، ډنفورډ او خلیلزاد) سره یکشنبې ته ورشم. پمپیو د طالبانو د سفر چارې مدیریت کولې.

جالب دا و داسې ښکارېدل لکه پمپیو چې د معاملې له ملاتړي ځان لرې کاوه. ښايي نور به پوه شوی و چې د دې تړون کلک ملاتړ ورته سیاسي ګواښ دی.”
د همدې خبرو بهیر کې له افغانستانه خبر راغی چې انتحاري د لسو کسانو ژوند واخیست او څو نور یې ټپیان کړل. بولټن وايي چې دا د طالبانو کار و؛ خو په افغانستان کې د ایران فعالیت ته په کتو ښايي ګډ طرحه شوی وي.

ټرامپ د تړون د موادو او افغانستان کې چاودنې غوسه کړی او امر يې کړی و چې لیدنه لغوه شي. وروسته یې په یو ټویټ کې ولیکل: “تقریباً هېڅوک نه و خبر چې د یکشنبې پر ورځ به په ډېوېډ کمپ کې، د طالبانو مشران او د افغانستان ولسشمر، پټ او جلا جلا له ما سره لیدنه کوي. نن شپه امریکا ته راتلل. په خواشینۍ سره طالبانو د قدرت مینځته راوړلو د کاذب نفوذ پر بنسټ د کابل د برید مسوولیت منلی چې زموږ یو ستر سرتېری او ۱۱ نور یې ووژل. ما سمدستي دا لیدنه او د سولې خبرې لغوه کړې.”

سره له دې چې د خلیلزاد د سولې خبرې تر څو میاشتو ځنډ وروسته بیا پیل شوې؛ خو بلاخره د روان کال د فبروري په پای کې دا تړون په دوحه کې لاسلیک شو.
بولټن د تړون په هکله د خپل غبرګون په اړه، په خپل کتاب کې د پایلې په توګه لیکي:

“د افغانستان دا معامله ټول د ټرامپ کار دی. وخت به دا په ډاګه کړي چې څوک رښتینی دی. ښايي د ټرامپ د دورې تر پایه به د دې معاملې ټول اغېز جوت نشي؛ خو په دې کې هېڅ تېروتنه باید ونشي چې ټرامپ د دې تړون د سیاسي او نظامي پایلو مسوول به وي.”

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ