مارچ 2, 2021

د ټرمپ د ورور نامعلوم مرګ؛ وايي، یوازې ورور نه، ملګری مې رانه لاړ

راپور: بشر درویش

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په یوه پیغام کې د خپل کشر ورور مړینه اعلان کړې.
راپورونو کې ویل شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کشر ورور رابرټ ټرمپ مړ شوی دی.
نوموړی ۷۲ کلن و.
ښاغلي ټرمپ نن سهار د خپل ورور د مړینې خبر خپور کړ.
هغه لیکلي:

«د خواشینۍ ځای دی چې زما فوق العاده ورور، رابرټ، ارامګاه ته لاړ. هغه زما یوازې ورور نه و ، هغه زما ترټولو ښه ملګری هم و.»


نوموړي وړاندې لیکلي:

«هغه خورا ډیر یادوم، خو موږ به یو بل سره بیا وګورو. د هغه یادونه به د تل لپاره زما په زړه کې پاتې شي. رابرټه! زه تا سره مینه لرم. ستا روح دې خوښ وي.»

۷۲ کلن رابرټ ټرمپ د ۷۴ کلن ولسمشر ټرمپ څخه کشر و. ویل کیږي چې یو مدیر و او د خپلو کاروبارونو سره اخته و.
تر اوسه د هغه د مړینې لامل نه دی مشخص شوی، خو ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د هغه ورور نامعلوم ناروغي لري او له ناروغۍ د ځان ژغورنې په موخه مبارزه کوي.
د ټرمپ یوه نیږدې کس ویلي چې نوموړی به د خپل ورور د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي. خو داسې مهال دی چې ډونالډ ټرمپ په خپلو ټاکنیزو منډوترړو کې اخته دی.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ