سپورټ نړیوال کرکټ

برینډن مکالم د کلکتې لوبډلي مشر روزونکی وټاکل شو

اعلان

لیکنه: عبدالله عادل

مخکنی نیوزیلنډی لوبغاړی برینډن مکالم اماده دی تر څو په راتلونکي پړاو ای پي ایل لیګ سېالیو کي د کلکتې لوبډلي د مشر روزونکي دنده مخته یو سي هغه همدارنګه په کربین لیګ سېالیو کي د ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلي مشر روزونکی ټاکل سوی.

مکالم د کلکتې لوبډلي د مشر روزونکي تر ټاکل کېدو وروسته ویلي:

” دا ډېره د ویاړ خبره ده چي دغه دنده په غاړه اخلم , موږ په دواړو لیګونو کي بهترین نوملړونه لرو او زه به د خپل همکاره ګروپ سره په ګډه د بریاوو لپاره کار کوم.”

څه کم یوه اونۍ وړاندي داسي ویل کېدل چي مکالم به د ټرینباګو لوبډلي مشر روزونکی او د کلکتې لوبډلي مرستیال روزونکی واوسي , د رواني میاشتي په لومړیو کي مکالم د کرکټ له ټولو فارمټونو(بڼو) سره مخه ښه وکړه او ورسره سمدستي یې غوره دنده ترلاسه کړه.

images.jpeg.jpg

د کلکتې لوبډلي اجرایوي رئیس وینکي مایسور هغه ددې دندي لپاره یو غوره نوماند یاد کړی.

مایسور ویلي:

“برینډن مکالم د ډېر وخت لپاره د نایټ رایډرز د کورنۍ غړی پاته سوی , د هغه د رهبرۍ ځانګړتیاوي,صداقت, مثبت او جارحانه انداز او د هغه طبیعي وړتیا به د لوبډلو سره مرسته وکړي.”

تمه کېده چي مکالم به د اګسټ له ۳۰مي څخه په ایرو سلام تجارتي سېالیو کي ولوبیږي خو هغه له هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه. باید وپوهیږو چي مکالم د ایرو سلام سېالۍ ځکه پرېږدي چي په کربین لیګ د ټرینباګو لوبډلي غوښتي چي هغه د لوبډلي مشري وکړي ځکه دواړه لیګونو د وخت له مخي سره په ټکر کي دي, کربین د سپټمبر له پنځمي نېټې څخه پیلیږي خو په هر صورت تر اوسه ایرو سلام سېالۍ د مالي ستونزو له امله ځنډېدلي دي.

کلکتې لوبډلي تازه خپل مخکنی روزونکی کیلیس له دندي ګوښه کړی.

مکالم په 2016 کال کي له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه خو په نړیواله کچه یې تجارتي کرکټ ته ادامه ورکړې وه چي د هند په ای پي ایل, پاکستان سوپر لیګ, کربین لیګ او بیګ باش سېالیو کي لوبېدی.

په تجارتي سېالیو کي د مکالم بهترینه کارکردګي په 2008 کال ای پي ایل سېالیو کي د کلکتې لوبډلي په ګټه د بنګلور پر وړاندي ۱۵۸ منډي وې او اوس د یادي لوبډلي مشر روزونکی وټاکل سو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی