برېټلي په آی پي اېل کې د پوجارا په اخېستلو انتقاد کړی

د اسټرالیا چټک بالر او اوسني کرکټ مبصر برېټ لي په آی پي اېل کې د هندوستان د ټېسټ کرېکېټر چټېشور پوجارا په اخېستلو انتقاد کړی دی.

نوموړي ویلي چې د چینای سوپرکېنګز لوبډلې هغه پېرلی او بله غټه خبره دا ده، چې هغه به په یوولس کسیز نوملړ کې اخېستل کېږي او لوبېږي به.

د برېټلي په وېنا دا خو څه ټېسټ کرکټ نه دی، چې پوجارا پکې لوبېږي، بلکې دا شل اوریز کرکټ دی او د فشار یا پرېشر پر وخت به پوجارا ونه شي کولای، چې تېزه اوغوره لوبه وکړي.

پوجارا تېرو شپږو کلونو کې په آی پي آېل کې نه وو پلورل شوی او سږ کال د چینای سوپر کېنګز لوبډلې پېرلی دی.

د سږکال په فبروري کې د قرعه کشۍ پرمهال د هندوستان ټېسټ کرکټ لوبغاړی پوجارا د چینای سوپرکېنګز لوبډلې لخوا په ۵۰ لکه هندي کلدارو واخېستل شو او دا یې درېیمه لوبډله ده، چې نوموړی د آی پي اېل په تاریخ کې اخلي.

له دې وړاندې هغه له بنګلور او پنجاب لوبډلو سره هم لوبېدلی دی.

خو برېټلي ويلي چې د پوجارا لپاره به غټه ستونزه د چټکو منډو جوړول وي.

د برېټلي په وېنا « دې کې شک نشته، چې هغه ښه لوبغاړی دی، خو له یو لوبغاړي څخه دوه مختلفې تقاضاوې ستونزه جوړولی شي، له یوې خوا هغه د ټېسټ لوبغاړی دی، له بلې خوا تاسې ترې په شل اوریزه سوداګریزه لوبه کې د چټکو منډو تقاضا کوئ، چې دا سره په ټکر کې دي».

تېره اوونۍ او د پوجارا لوبه

پوجارا تېره اوونۍ د چینای سوپرکېنګز په تمریناتي لوبه کې شپږیزې ووهلې او دا چاره یې خورا مشهوره شوه.

دا خپله د هغه د توپوهنې مهارت ښیي، چې په شل اوریزو لوبو کې به هم د چینای لپاره روانه او ښکلې توپوهنه وکړي.

چېټېشور پوجارا چې ۳۳ کاله عمر لري په آی پي اېل کې یې ۳۰ لوبې کړي، چې په دې ۳۰ لوبو کې یې ۲۲ پاڼۍ توپوهنه کړې او ټولې ۳۹۰ منډې کړي دي او یوه نیمه سلیزه یې وهلې ده.

۵ یې یو ورځنۍ لوبې کړي او ۸۶ یې ټېسټ لوبې ترسره کړي دي.

یو بل انتخاب

د چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې د اسټرالیا د چټک بالر جاش هزل ووډ پر ځای د اسټرالیا بل کیڼ لاسی چټک بالر جېسن بِهرېنډورف اخیستی دی.

جاش هزل ووډ ټپي دی او نه شي کولای، چې سږ کال آی پي اېل کې ولوبېږي.

وروستي مطالب