روغه سټه ژوند بڼه

د نوکانو د ماتېدلو اووه لاملونه او د غښتلي کولو لارې چارې یې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

د نوکانو د ماتېدو لامل څه دی؟

د نوکانو ماتېدل کېدای شي د یوې ناروغۍ خبرتیا وي. ډېری دا ډول ستونزې د نوکانو له ماتېدلو پېژندل کېږي. که ستاسو نوکان ماتېږي او ترې ځورېږئ، راځئ دا لیکنه ولولئ!

د نوکانو د ماتېدلو لامل کېدای شي بېلابېل دلیلونه ولري. تر ټولو مهم لامل یې ناروغۍ دي، لکه د وجود د وسپنې کمښت، د وینې کمښت یا د وینې په جریان کې ستونزې. که تاسو داسې ګڼۍ چې همدا ناروغۍ لرئ، نو یو ځل روغتیاپال ته ورشئ، چې ښه مشوره درکړي او له دې جنجاله خلاص شئ.

د نوکانو د ماتېدو اووه لاملونه دا دي:

۱ – په ځان کې مو وسپنه کمه ده:  کله چې نوکان غوچ (مقعر) وو، لکه د کاشوغي منځ چې وي، نو ستاسو وسپنه کمه شوې یا د وینې له کمښت سره مخ یاست.

۲ – ډېر ټایپ:  که تاسو بې له کوم ځنډه او پرله پسې متن ټایپوئ، نوکان مو د کیبورډ (لیک دړه) پر بټنو یا د مبایل پر ښیښه لګېږي او همدا یې ماتوي. کومه ضربه چې پر نوک فشار راوړي، هغه ماتوي یا سولوي. د دې لپاره تل هڅه وکړئ نوکان مو واخلئ او درنه اوږده نه شي.

۳ – لاسونه نه غوړوئ: که چېرې لاسونه ومینځئ او غوړ یې نه کړئ، اوبه د پوستکي د وچېدو لامل کېږي. هڅه وکړئ چې لاسونه مو هر سهار غوړ کړئ چې نوکان مو له مانېدو وژغورئ.

۴ – د نوکانو رنګ: هغه نجونې چې نوکان رنګوي او ډېر یې پرې پرېږدي، باید وپوهېږي چې ټول رنګونه وچوونکي مواد لري او نوکان وچوي. تر پینځو ورځو ډېر پر نوکانو رنګ مه پرېږدئ. کله مو چې پاک هم کړ، نوکان یو څو ورځې پرېږدئ چې دمه شي او بېرته ځان راسم کړی شي.

۵. د نوکانو شاوخوا پوستکی ایسته کوئ: موږ وینو چې د نوکانو شاوخوا ته داسې نازک پوستکی وي چې باید ایسته یې نه کړو. دا پوستکی نوکانو ته اوبه او باکټریاوې نه پردي. که چېرې ترې لرې کړی شي، باکټریاوې په اسانه وجود ته ننوځي. که چېرې خوښېږي مو نه، نو کله مو چې ولامبل په نوک باندې د بل نوک اضافي نازک پوستکی شا خواته ټېله کړئ.

۶ – د نوکانو رنګ د پاکولو لپاره سم مواد نه ټاکئ:  کله چې غواړئ نوکان مو بېرته پاک کړئ، داسې مواد پرې وهئ چې اسیتون لري. که دا اسیتون زوړ وي د نوکان طبیعي غوړ له مینځه وړي. اسیتون که وهم نه لري، خو کولی شي نوکان زیانمن کړي.

۷ – د نوکانو د سمولو لپاره سم مواد نه کاروئ:  تاسو باید دې ته پاملرنه وکړئ چې د نوکانو د کلکولو په موخه ځینې مواد وکاروئ، لکه (B ویټامین)  کولی شي نوکان او وېښتان غښتلي کړي. د ورځې لږ تر لږه ( ۲.۵ ملي ګرامه B ویټامین)  کارول مو له ( ۶_۹) میاشتو دا ستونزه له منځه وړي.

د نوکانو د غښتلي کولو نورې اسانه لارې:

یوه دانه هوږه واخلۍ او د نوکانو پر ژۍ یې وموښئ، ورو ورو یې ماساژ کړئ.

یو لیمو نیم کړئ او پر نوکانو مو ومښئ.

هېره دې نه وي چې نوکان په طبیعي حالت کې یو ډول ځلا لري، که چېرې د نوکان رنګ ډېر وکارول شي، دا ځلا له منځه وړي. بل دا چې کېدای شي د نوکانو رنګ ډېرې خطرناکې ناروغۍ پیدا کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ