مارچ 5, 2021

د سهارنۍ خوړلو ګټې او د نه خوړلو زیانونه یې

ژباړه: آلماء افغان
سهارنۍ د غذا خوړلو یوه مهمه وعده ده چې د بدن په سلامتیا ډیر تاثیر لري. په خاصو مواردو لکه: د ماشومتوب دوران، امیندوارۍ او ورزش او داسې نورو وختونو کې دا اهمیت دوه چنده کیږي.
لکه څنګه چې موږ د شپې څو ساعته خوب کوو او هیڅ هم نه خورو نو د سهار له خوب څخه د پاسیدو وروسته زموږ بدن ډیر بې انرژي وي او دلته اړتیا لیدل کیږي چې موږ د سهار ډوډۍ وخورو څو مو بدن هغه جذب کړي او انرژي پکې پیدا شي.
د ماشومانو لپاره د سهارنۍ ګټې
د ماشومانو لپاره د سهارنۍ ارزښت ډیر زیات دی کله چې ماشوم له خوبه پاڅیږي ډیره اړتیا غذايي موادو ته لري څو پدې ترتیب لازمه انرژي ترلاسه او پدې ډول ذهني او جسماني وده ترلاسه کړي.
د ماشومانو په سهارنۍ کې باید میوه، سبزیجاناو یا هم ماسته اوسي ځکه دا يې په بدن کې د انرژۍ سطحه لوړه ساتي او د ورځینیو فعالیتونو لپاره يې هم ګټور دي او تر بل غذايې وخته پورې يې له تندې او ضعف کیدو څخه مخنیوی کوي.
پر بدن د سهارنۍ اغیز
د ورځې په پیل او د کار په شروع کې توصیه کیږي چې سهارنۍ ته مو په لیست کې اولویت ورکړئ او مخکې له دې چې له کوره بهر شئ بشپړه سهارنۍ وخورئ ترڅو مو ذهني او جسمي قوه قوي شي او د ضعیفوالي احساس ونه کړئ.
یوه ښه سهارنۍ باید مناسبه انرژي ستاسو بدن ته ورکړي. ښه سهارنۍ باید مهم مغذي مواد لکه: کلسیم، اوسپنه، ویټامین بي همدارنګه پروټین او فایبر ستاسو د بدن د ضرورت په اساس ولري. څیړنو ښودلې که تاسو سهارنۍ مصرف نه کړئ بدن به مو لازمه انرژي ترلاسه نه کړي او پدې سره به مو ورځنۍ چارې هم سمې نه وي.
میوې او سبزیجات د ویټامینونو او معدني موادو ښه سرچینه ده نو؛ بهتره دا چې دا مواد مو په سهارنۍ کې ولرۍ او تر ټولو ښه يې لا داده چې په سهارنۍ کې مو یو ګیلاس د میو اوبه هم وڅښئ.
او څیړنو دا هم ښودلې هغه اشخاص چې سهارنۍ خوري د چاغوالې احتمال يې د هغه اشخاصو په نسبت ډیر لږ دی چې سهارنۍ نه خوري.
د سهارنۍ د نه خوړلو زیانونه
سهارنۍ نه خوړل د بدن لپاره ډیر زیانونه لري چې د هغې جملې يې درته د ځینو یادونه کوو:
زړه ته يې زیان
د خپرو شوو مطالعاتو پر بنسټ هغه اشخاصو چې خپله سهارنۍ خوري ۲۷٪ سلنه يې د هغو اشخاصو په نسبت د زړه د حملو چانس ډیر دی چې سهارنۍ خوري.
نو هغه وګړي چې سهارنۍ نه خوري په قلبي ناروغیو اخته کیږي.
په شکر د اخته کیدو خطر
د سهارنۍ نه خوړل کولای شي د دیابت یا شکر ۲ ډول په وګړو په ځانګړي توګه په میرمنو کې زیات کړي.
په سرطان د اخته کیدو خطر
هغه څوک چط سهارنۍ نه خوري او د نورو وختو غذاګانې ډیرې مصرفوي د چاغوالي لامل يې ګرځي او همدارنګه د سرطان د اخته کیدو چانس يې هم ډیروي.
په امیندوارۍ کې د سهارنۍ نه خوړلو زیانونه
د روغتیا ډیری متخصصان په دې باور دي چې سهارنۍ خوړل د خوراکونو د مهمو وختونو څخه ګڼل کیږي او په امیندوارۍ کې ډیره مهمه ده چې سهارنۍ باید وخوړل شي، سهارنۍ له تاسې او ستاسې د کوچني سره مرسته کوي چې په بدن کې مو د طبیعي قند توازون ټینګ او وساتي.
که څه هم د امیندوارۍ پرمهال ستونزمنه ده چې سهارنۍ دې وخوړل شي خو تاسې باید ځان غافل پرینږدۍ بله دا چې هغه میندې چې د امیندوارۍ پرمهال له حده زیاتې چاغیږي یواځینی لامل يې هم همدا کیدای شي چې سهارنۍ نه خوری او د نورو وختونو غذاګانې له حده زیاتط مصرفوي چط دا ناسمه کړنه ده. امیندوارط میندې باید سهارنۍ وخوري څو يې هم ځان سلامت اوسې او هم ماشوم.
د سهارنۍ نه خوړلو نور زیانونه
که تاسو سهارنۍ ونه خورئ نو د ستړیا او بې خوصله ګۍ احساس به وکړئ ددې ترڅنګ به مو حافظه کمزورې شي او د ذهنې او جسمې ستونزو سره به مخ شئ.
د سهارنۍ د تیارولو طریقه
د یوې ښه سهارنۍ لپاره ښه ده مغذي مواد مصرف کړئ ، ددې لپاره چې سهارنۍ د خوراک په مختلفو وختونو کې تر ټولو هغه ډیر ارزښت لري ښه ده مناسب خواړه پکې په مصرف ورسیږي نو؛ باید پکې میوې، هګۍ، شیدې موجودې وي.
او که تاسو وغواړئ چې ډیر قوي خوراکونه په سهار کې وکړئ نو کولای يې شئ یواځې قضايي پکې مه راوړئ.
زموږ ډیری هیوادوال دا ناسم عادت لري چې سهار يې نه خوري خو د شپې لخوا قوي او ډیر خوراک کوي چې دا ناسمه چاره ده ښه ده چې سهار کې ښه خوراکونه وکړو خو د شپې ډیره لږه ډوډۍ وخورو.