مارچ 3, 2021

براوو؛ ویسټ انډیزۍ لوبډله له خپلې اتلولۍ دفاع کولای شي

یاران سپورټس
د ویسټ انډیزۍ لوبډلې تکړه الراونډر ډوېن براوو یا ډی جی براوو وایي، د ویسټ انډیز اوسنۍ کرکټ لوبډله د ۲۰۱۶م لوبډلې په پرتله ډېره پیاوړې ده.
۲۰۱۶م کې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې د انګلستان کرکټ لوبډلې ته په وروستۍ اوور کې ماته ورکړه او پایلوبه یې د اتلولۍ په اخیستلو سره خپله کړه.
د پایلوبې وروستی اوور بېن سټوکس ترسره کاوه، چې ویسټ انډیز الراونډر کارلوس برېتوېټ ورته ولاړ و.
په وروستي اوور کې د بېن سټوکس او کارلوس برېتوېټ مقابله وه، چې دواړه الراونډران دي.
کارلوس برېتوېټ په بېن سټوکس ۴ شپږیزې سره په سر ووهلې او شل منډې یې ورڅخه پوره کړې.
براوو ویلي هغه لوبډله چې ۲۰۱۶م کې پرې ویسټ انډیز اتلولي وګټله دومره پیاوړې نه وه، لکه څومره چې د ویسټ انډیز اوسنۍ لوبډله پیاوړې ده.
د براوو په خبره که اوسنۍ لوبډله کې ایوین لیویس وسوځوئ، نو شېمرن هېټمېر شته، که هغه اوټ شي، نیکولاس پوران راځي، که هغه وسوځوئ انډری رسل شته، که هغه وسوځېږي، رافمن پاول شته، که هغه اوټ شي کیرون پولارډ موجود دی او که هغه اوټ شي نو هیرو براوو به په نهم نمبر توپ وهنې ته راشي.
براوو دا څرګندونې د کرېک اینفو وېب پاڼې ته کړي دي، هغه دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې له دې وړاندې د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې اجرایوي مشر ویلي وو، چې د ۲۰۱۶م په پرتله اوسنۍ لوبډله کمزورې ده.
خو براوو بیا اوسني لوبډله بریالۍ بللې ده.
د ویسټ انډیز لوبډلې ته یوه کتنه
د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې د هدف اېښودلو او یا هم د هدف پوره کولو لوبډله ده.
یعنې د توپ وهنې برخه کې خورا بریالۍ ده، خصوصاً په منځنۍ برخه د پولارډ او رسل په څېر ځواکمن هیټران لري او دا دواړه لوبغاړي هر اوور کې د شل منډو اخیستلو توان لري او کولای شي، د نورو لوبډلو ستر هدفونه مات او کراس کړي.
د ۲۰۱۲م نړیوال جام پر مهال پولارډ د اسټرالیا خلاف نیمه پایلوبه کې خورا خطرناکه توپ وهنه وکړه، چې اسټرالیا ته یې ۲۰۸ منډې هدف ورکړ.
همغه وو، چې اسټرالیا یې په پوره کولو کې ناکامه شوه او بالاخره پایلوبه هم ویسټ انډیز بیا وګټله او لومړی ځل یې د شل اوریزو لوبو اتلولي واخیسته.
۲۰۱۶م کې هم اتلولي ویسټ انډیز واخیسته.
خو د توپ اچونې برخه کې د ویسټ انډیز لوبډله اوسمهال کمزورې ده، ځکه سمیول بدري او سونېل نرېن ورسره نشته.
شېلډن کاټرېل، شېنن ګابرېل، جېسن هولډر، براوو، کیمو پال او نور بالران ورسره دي، چې ډېری یې مېډیم یا منځني توپ اچوونکي دي او د اسټرالیا په څېر ویشتن ځایونو باندې ټکېدای شي.
که ویسټ انډیز په رښتیا هم راروان شل اوریز جام ګټل غواړي، نو دا ورته پکار ده، چې لوبډلې د توپ اچونې او توپ وهنې انډول برابر کړي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي