BPL: کمیلا لوبډله د تمیم اقبال د چټکې سلیزې په برکت اتله شوه

د (BPL) سیالۍ د کمیلا ویکټورینز په اتلولۍ پای ته ورسیدې !

 

د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه سوداګریزې سیالۍ د کمیلا ویکټورینز لوبډلې په دویم ځل اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

 

د (BPL) په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ د ۷ لوبډلو په ګډون د تیرې جنورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه بنګله دیش کې پیل شوې وې، چې پای لوبې ته یې ډهاکه ډینمامیټس او کمیلا ویکټورینز لوبډلې بریالۍ شوې.

 

شپږم پړاو دغه لوبو کې چیټا ګانګ وایکنګز، راج شاهي کینګز، رانګپور رایډرز، کولنا ټیټانز او سیلهیټ سیکسرز هغه لوبډلې وې، چې له پای لوبې څخه وړاندې دغه لیګ سیالیو څخه بهر شوې.

 

په وروستۍ مهمه پای لوبه کې کمیلا لوبډلې د تمیم اقبال د چټکې سلیزې ۱۴۱ منډو پرمټ مقابلې ډهاکه لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف ورکړ، چې په ځواب کې یې ډهاکه لوبډله بې وسې شوه.

 

د بنګله دیش کورني کرکټ غوره لیګ لیګ ۲۰ اوریزه سیالۍ د لمړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ م کال پیل شوې، چې په ترسره شویو شپږ پړاونو کې تر دې مهاله درې ځل ډهاکه ډینامیټز، دوه ځل کمیلا ویکټورینز او یو ځل رانګپور رایډرز لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی دی.

په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ