سپورټ نړیوال کرکټ

محمدنبي د ۱۵ لوبغاړو لوبډلمشر شو

د بنګله دېش سوداګریز لیګ د ۷ افغان لوبغاړو په شتون کې ۷ ورځې وروسته د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د ۷ لوبډلو په ګډون پیلېږي.

دا لیګ د به د جنوري تر ۱۷ مې نېټې پورې دوام وکړي.

دې لیګ کې چټوګرام چلېنجرز، کومېلا وریئرز، ډاکه پلاټونز، کولنا ټایګرز، راج شاهي رویالز، رنګپور رېنجرز او سېلهېټ تندر لوبډلې لوبېږي.

محمدنبي عیسی خېل چې شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر الراونډر دی، د نړۍ په مختلفو سوداګریزو لیګونوکې یو مخکښ الراونډر هم دی، دی وخت ناوخت د نړۍ د لیګونو لوبغالي  په خپلو هسکو او چټکو شاټونو  او په زړه پورې توپ اچونه ښکلي کوي او خپلو لوبډلو ته بریاوې ورکوي.

د عیسی خېل لوبډلمشري!

هغه اوس تازه په رنګپور رېنجرز لوبډله کې د ۱۵ لوبغاړو لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

rangpur.jpg

نبي عیسی خېل سره په لوبډله کې مستفض الرحمن، محمد نعیم، عرفات سني، جهورالاسلام، شی هوپ، تسکین احمد، ذاکرحسن، فضل محمد، نجیف چوهدري، رشاد حسېن، لیویس ګرېګوري، کېمرن ډېلپورټ، سنجیت ساحا او پاکستانی احمد شهزاد اخېستل شوي دي.

په بي پي ایل لیګ کې شپږ نور افغان لوبغاړي

رحمان الله ګُربز او نجیب الله ځدران بیا په کولنا ټایګرز لوبډله کې، مجیب الرحمن په کومېلا وریئرز لوبډله کې، حضرت الله ځاځی په راج شاهي رویالز لوبډله کې، شفیق الله شفق او نوین الحق په سېلهېټ تندر لوبډله کې اخېستل شوي دي.

بي پي ایل شا او خوا ۳۸ ورځې دوام کوي او ټولې پکې ۴۶ لوبې کېږي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی