د ایرلېنډ بوایډ رېنکېن له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه 

بوایډ رېنکېن اتلس کاله نړیوال کرکټ وکړ، چې هم د ایرلېنډ او هم د انګلستان لپاره لوبېدلی دی.

نوموړي ۳ ټېسټ، ۷۵ یو ورځنۍ او ۵۰ شل اوریزې لوبې د دواړو هېوادونو لپاره کړي دي.

هغه د جمعې په ورځ د ایرلېنډ لپاره له نړیوال او ملي یا ولایتي کرکټ څخه استعفا وکړه.

رېنکېن د ایرلېنډ لومړی بالر و، چې لومړۍ ټېسټ وېکټ یې د ایرلېنډ لپاره اخیستې وه او په ۲۰۱۸ کې یې پاکستانی ازهرعلي سوځولی و.

په ۲۰۰۳ کې یې د ایرلېنډ لپاره فرسټ کلاس لوبې پیل کړې او په نړیوال کرکټ کې یې ټولې ۱۶۹ وېکټې ترلاسه کړي دي.

د رېنکېن خبرې

« له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اخیستل سخته وي، خو زه اوس وایم چې دا زما لپاره مناسب وخت دی، چې استعفا وکړم؛ ما د خپل هېواد لپاره له ۲۰۰۳ راهیسې نړیوال کرکټ وکړ، له هرې لحظې مې خوند واخیست. ما دومره سوچ نه کاوه، چې زه به د ایرلېنډ لپاره دومره زیات کرکټ کوم، خو ما د توقع خلاف زیاتې لوبې وکړې، نړیوالو جامونو کې مې ګډون وکړ، همدارنګه په کاونټي یا د انګلستان په داخلي لوبو کې مې هم زیات کرکټ نندارې ته وړاندې کړ، ۱۱ کاله مې له واروېک شایر لوبډلې سره تېر کړل او موږ وتوانېدو چې دوه ځلې د پنځوس اوریزو لوبو اتلولي او په ۲۰۱۴ کې مو بلاسټ شل اوریزو لوبو کې ښه کارکرده ګي وکړه او دا زما لپاره په زړه پورې وو».

مورګن او بوایډ رېنکېن دوه هغه ایرلېنډي لوبغاړي دي، چې د انګلستان لپاره هم لوبېدلي دي او د ایرلېنډ لپاره هم.

مورګن په ۲۰۱۳ کې انګلستان لوبډلې ته راغی او رېنکېن هم ۷ یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې د انګلستان لپاره کړي دي.

رېنکېن په ۲۰۱۶ کې له انګلستان لوبډلې جلا شو او د ایرلېنډ لوبډلې ته راستون شو، هغه په ۲۰۰۷ کې د نړیوال جام پرمهال د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې لوبو کې ګډون کړی و او دا لوبې ایرلېنډ ګټلې وې.

۲۰۲۰ کې یې د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبو کې وروستۍ هغه وې.

رېنکېن وایي په ۲۰۰۷ کې د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې زموږ د لوبډلې بریاوې زما د کرکټ ترټولو خوږې خاطرې دي او په ۲۰۱۱ نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې بریا مې بیا بله لاسته راوړنه ده.

د رېنکېن عمر

په ۱۹۸۴ کې د ایرلېنډ په لونډونډري سیمه کې زېږېدلی دی، اوس ۳۶ کاله عمر لري.

درې ټېسټ لوبو کې یې ۸ وېکټې، ۷۵ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۰۷ وېکټې او ۵۰ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۵ وېکټې ترلاسه کړي دي.

د ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۱۴ کې د اسټرالیا پر وړاندې کړی، وروستۍ ټېسټ لوبه یې د انګلستان پر وړاندې ۲۰۱۹ کې کړې.

د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۰۷ کې د برموډا پر وړاندې کړی او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې ۲۰۲۰ کې د ویسټ انډیز پر وړاندې کړې ده.

د شل اوریزو لوبو پیل یې ۲۰۰۹ کې د بنګله دېش پر وړاندې کړی دی او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې ۲۰۲۰ کې د افغانستان پر وړاندې کړې ده.

وروستي مطالب