مارچ 3, 2021

هند: یو ځوان د ځان وژنې ویډو په ټولنيزو رسنيو خپره کړې

هند کې یو زلمي هلک د زهرو څښلو (خودکشۍ) ویډو په ټولنيزو رسنيو خپره کړې.
۲۴ کلن زلمي ویلي ” غواړم د مرګ احساس تجربه کړم”
د څېړنو له مخې د هند په بنګلور ښار کې داسې یوه پېښه ترسره شوې، چې یو ۲۴ کلن ځوان د خځندو او مار وژونکي زهر لرونکې دوا په څښلو خپل ژوند ته د پای ټکی ايښی دی.
“دهنن جی” له مړینې مخکې په ټولنيزه رسنۍ ایپ ټک ټاک کې د خپلې خودکشۍ ویډو هم شریکه کړې ده.
یاده پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.
پولیسو پدې اړه ویلي، “دهنن جي” په ټک ټاک د ډېرو خطرناکو ویډوګانو جوړولو شوق درلوده، چې پدې هکله یې څو ځلې کلیوالو او کورنۍ د پوهولو ډیرې هڅې هم کړي.
د نوموړي ځوانه مېرمن د دۀ داسې هېلې لرلو ته ډېره اندېښمنه وه او دا به یې له داسې خطرناکې لوبې منع کولو هم، د قرنطین په ورځو شپو کې د دوی دواړو د ده په بې روزګارۍ شخړي هم کیدلې.
د مور غصه کیدل یې په زړه اخیستي او د ځورولو (ډارولو ) لپاره ځوان د خځندو و مارانو وژلو زهرو یو بوتل دوایي له دوکانه راوړې او ویډو یې ریکارډ ته ایښي چې په کې یې ویلي” زه د زنکدن تکلیف او شټنکو وهلو اندازه کولو لپاره زهر څښم او زه غواړم چې د مرګ احساس تجربه کړم ”
کلیوال یې “دهنن جی ” په زخمې حالت کې په بیړه نږدي روغتون ته رسوي، چې په سبا ورځ هلته روغتون کې د تداوۍ پر مهال ساه ورکوي. پولیسو هم یاده پېښه ځان وژنې ثبت کړي.
د کلیوالو په وینا، چې “دهنن جایا ” به پخوا هم هر وخت مور په دې ډاروله چې خودکشي کوم، اوس له واده وروسته هم اصلاح نه شو.
د پولیسو په وینا، له دې مخکې هم نوموړي شخص یو ځل موټر سایکل له یوې ونې سره جنګولی، چې پدې کار سره به دۀ مرګ تجربه کولو، خو هغه مهال دا معمولي زخمې شوی و.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي