هلک خپله ملګرې وژلې او جسد یې په دېوال کې پټ کړی وو

د هندوستان په “مهاراشترا” ایالت کې، یو هلک خپله ګرل فرینډ (ملګرې) وژلې او د هغې جسد یې د کور په دېوال کې پټ کړی ؤ.
د هندي رسنیو په حواله، د مهاراشترا په ‘پالګر ‘ولسوالۍ کې دیرش۳۰ کلن هلک خپله ۳۲ کلنه ملګرې وژلې او د هغې جسد یې په دېوال کې پټ کړی دی.
د هندي پولیسو لخوا د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې، قرباني شوې نجلۍ په خپل ملګري فشار راوړی و، تر څو له هغې سره واده وکړي، چې نوموړې د وروستي ځل لپاره د خپل بوی فرینډ (هلک ملګري) سره د تیر کال د اکتوبر په ۲۱ لیدل شوې وه.
د پولیسو په وینا، دغې نجلۍ له تیرو پنځو کلونو راهیسې له تورن سره اړیکه درلوده او د نجلۍ جسد هم د هلک له کوټې څخه ترلاسه شوی دی.
د هندي رسنیو په وینا، کله چې د نجلۍ کورنۍ له هلک څخه پوښتنه وکړه، نو ویې ویل چې د هغې ملګرې د هند ګجرات ایالت ته تللي ده او کله چې بیرته راستنه نه شوه، نو کورنۍ یې پولیسو ته خبر ورکړ.
کله چې پولیسو د قضیې په اړه څیړنې پیل کړي، نو معلومه شوه چې د نجلۍ قاتل د هغې ملګری دی. اوس پولیسو دغه هلک نیولی او د هغه په ​​وړاندې یې قضیه ثبت کړې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




عمران خان: د امریکا د تېروتنو له امله طالبان سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه دي

by عاقله اسد in افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي طالبان سیاسي جوړجاړي ته نه دي تیار. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا بې وخته له افغانستان د ځواکونو ایستل پیل ... نور ولولئ