سپورټ کرکټ وزش او تمرین

باکسېنګ ډی ټیسټ لوبه؛ دې ورځې ته ولې باکسېنګ ډی وایي؟

Boxing Day Test

دوه کاله وړاندې هم له یاران وېب پاڼې څخه د باکسېنګ ډی ټېسټ لوبې په اړه معلومات په یاران وېب پاڼه کې خپاره شوي او دا چې سږ کال یو ځل بیا دا لوبه د شنبې په ورځ د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ پېلېږي؛ نو لازمه بولو چې د باکسېنګ ډی ټېسټ کرکټ لوبې په اړه معلومات وړاندې کړو.

په دې وروستیو کې به مو د کرکټ نړیوالې شورا او نورو کرکټ اړوند وېب پاڼو په مخونو لېدلي وي، چې د باکسېنګ ډی ټېسټ لوبو په اړه پکې خبرونه ښکته پورته کېږي.

تاسو سره به هم په دې اړه پوښتنې وي، چې دا څه ډول لوبه ده؟

د اندېښنې وړ خبره نه ده، یاران ستاسو یار دی او په دې برخه کې درته بشپړ معلومات وړاندې کوي.

باکسېنګ ډی ټېسټ کرکټ لوبې

د باکسېنګ ډی کرکټ تېسټ لوبې په ۱۹۵۰ م کال کې په اسټرالیا کې تاسیس شوي دي، دا لوبه د اسټرالیا او بلې بهرنۍ لوبډلې له خوا چې اسټرالیا ته د لوبلړۍ لپاره تللې وي ترسره کېږي.

باکسېنګ ډی په ځینو هېوادونو کې له کرېسمِس یا د عیسویانو له اختر څخه وروسته دوهمه ستره ورځ ده، چې دولتي ادارې پکې رخصت وي او خلک له رخصتۍ څخه خوند اخلي او چکرې وهي.

دا ورځ په برتانیا کې لومړی ځل لمانځل شوې وه او د برتانیا د امپراتورې ملکه وېکتوریا له خوا به هم لمانځل کېدله.

1-BOXING-DAY-TEST.jpg

دا چې اسټرالیا هم د برتانیا مستعمره وه؛ نو اوس په اسټرالیا کې د هر نوي کال په شپو ورځو کې د باکسېنګ ډی په نوم د عیسویانو د اختر یا کرېسمِس په ورځ ټېسټ لوبه ترسره کېږي.

دې ورځې ته ولې باکسېنګ ډی وایي؟

دې ورځې ته ځکه باکسېنګ ډی یا په پښتو کې د تحت لفظي معنا په لحاظ صندوق ورځ وایي، چې په دې ورځ عیسویان خپلو کې په کاغذي صندوقونو کې تحفې وړي او اختر لمانځي.

باکسېنګ ډی د برتانیا ترڅنګ اوس د نړۍ په ډېری هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د باکسېنګ ډی ټېسټ لوبې په اسټرالیا کې د ویکتوریا او نیو ساوت ویلز ترمنځ ترسره شوه.

له دې وروسته په اسټرالیا کې هر کال دا لوبې د باکسېنګ ډی تر عنوان لاندې ترسره کېږي، چې یوه مېلمنه لوبډله له اسټرالیایي لوبډلې سره ټېسټ لوبه کوي.

د عیسویانو اختر یا کرېسمېس شا او خوا پنځه ورځې وي؛ نو دغه ټېسټ لوبه هم پنځه ورځې دوام کوي.

په اسټرالیا کې د باکسېنګ ډی ټېسټ لوبو تاریخچه

دا لوبې چې په ۱۹۵۰ م کال کې یعنې ۶۹ کاله پخوا تاسیس شوي دي، هر کال د اسټرالیا د مېلبورن ښار په مېلبورن کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

لومړۍ لوبه په ۱۹۵۰ م کال کې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ ترسره شوه، چې اسټرالیا، انګلستان ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه، دغې لوبې ته ۶۰ زره او ۴۸۶ ننداره کوونکي ناست وو.

دوهمه لوبه د اسټرالیا او سهیلي افریقا ترمنځ ترسره شوه، دغه لوبه سهیلي افریقا په ۸۲ منډو وګټله؛ دې لوبې ته ۲۴ زره ۶۰۹ ننداره کوونکي ناست وو.

دریمه لوبه په ۱۹۶۸ م کال کې د ویسټ انډیز او اسټرالیا ترمنځ ترسره شوه، چې اسټرالیا ویسټ انډیز ته په یوه پاڼۍ او ۳۰ منډو ماته ورکړه، د دې لوبې نندارې ته ۱۸ زره ۷۶۶ کسان راغلي وو.

په ۱۹۷۵ م کال کې د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ ترسره شو، چې لوبه مساوي شوه.

په ۱۹۸۱ م کال کې اسټرالیا ویسټ انډیز ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه .

۱۹۸۲ انګلستان په ۳ منډو وګاټه.

۱۹۸۳، ۱۹۸۴ او ۱۹۸۵ کلونو کې د اسټرالیا لوبې له پاکستان، ویسټ انډیز او هندوستان سره مساوي شوې.

۲۰۱۷ کال پورې دا لوبې ۴۱ ځلې ترسره شوي، چې ۲۴ ځله له نورو لوبډلو اسټرالیا مېدان وړی او ۱۷ ځله بیا دا لوبې څه مساوي شوي او څه بیا نورو لوبډلو ګټلي دي.

د باکسېنګ ډی لوبه سږ کال د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه ترسره کېږي، دې لوبه کې سږ کال هندوستان له اسټرالیا سره مخ دی، دا ټېست لوبه په داسې حال کې کېږي، چې د ډېمسبر په ۲۶ مه نېټه د هندوستان د کرکټ لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کولي د واده لومړۍ کلیزه هم پوره کېدونکې ده او په دې ورځ یې په اسټرالیا کې کلیزه لمانځل کېږي.

Stumps at the Boxing Day Test: the daily poll | cricket.com.au

باکسېنګ ډی ټېسټ لوبې تر ۲۰۲۲ م کال پورې

په ویکي پېډیا کې د دې لوبو مهالوېش ته تر ۲۰۲۲ م کال پورې ځای ورکړل شوی دی.

۲۰۲۰ م کال کې هندوستان او اسټرالیا، ۲۰۲۱ م کال کې انګلستان او اسټرالیا او ۲۰۲۲ م کال کې سویلي افریقا او اسټرالیا سره مخ کېږي.

په دې لوبو کې یوه لوبډله خامخا د اسټرالیا څخه وي او مقابله لوبډله بیا د بل بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو له خوا وي.

دا لوبې په اسټرالیا کې د پسرلي په موسم کې ترسره کېږي، چې په جنوري میاشت کې په اسټرالیاکې پسرلی وي.

2018  کې د باکسېنګ ډی ټېسټ لوبه هندوستان له اسټرالیا څخه ګټلې وه او د ویرات کولي په لوبډلمشر کې لومړی ځل و، چې هندوستان له استرالیا څخه په اسټرالیا کې د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ