هغه توپ اچوونکي چي تر ټولو ډير لوبغاړي يې په صفر سوځولي

ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ په نړۍ کي بيلابيل توپ اچوونکي تير سوي چي اکثره يې په نړيواله کچه نه ماتيدونکي ريکارډونه لري.
داسي توپ اچوونکي سته چي هيڅکله يې نوبال نه وي ترسره کړي،داسي توپ اچوونکي هم سته چي په يو اوور کي يې تر ۳ ډير نو بالونه ترسره کړي وي.
خو نن موږ پر يوې بيلي موضوع بحث کوو.
تاسو به ډير توپوهونکي ليدلي وي چي په صفر سوځيدلي وی خو شاید تر اوسه پدې نه ياست خبر چي هغه کوم توپ اچوونکي دي چي تر بل هرچا يې ډير توپوهونکي په صفر منډو کي سوځولي.
پدې ليکنه کي پنځه هغه توپ اچوونکي درمعرفي کوو چي ډیر ځلي يې توپوهونکي په صفر سوځولي وي.
۱_ پاکستانی وسيم اکرم

وسيم اکرم چي موږ ټول يې ښه پيژنو، ځکه د کريکټ د نړۍ د غوره توپ اچوونکو څخه دی.
وسيم اکرم توانيدلي چي دخپل مسلک په دوران کي ۱۱۰ توپوهونکي په صفر وسوځوي.
وسيم تر بل هرچا په دې کارنامې کي مخته دی.
۲_ سريلانکایی چميندا واس

چميندا واس د سريلانکا د غوره توپ اچوونکو څخه وو چي د خپل هيواد لپاره يې ډيري لوبي په خپلي توپ اچووني سره ګټلي دي.
واس توانيدلی چي ۷۶ لوبغاړي بيله منډو ډک يا انډه وسوځوي.
۳_ پاکستانی وقار يونس

اکثريت وخت چي دولت ځدران توپ اچوونه کوي نړيوال کمينټران دا نظر ورکوي چي د دولت د توپ اچووني سټايل وقاريونس ته سوی.
وقار يونس ۷۲ ځلي توانيدلی چي توپوهونکي په صفر منډو وسوځوي.
۴_ اسټرالياوی ګلين مکګرات

کله چي د تيزو توپ اچوونکو نوم راځي د کريکټ د مينوالو دماغ ته حتما د ګلين مکګرات نوم ورځي.
که د ګلين مکګرات د توپ اچوووني صفت کوو نو بيا جلا ليکني ته اړتيا سته.
خو مکګرات هغه توپ اچوونکی دی چي ۷۱ ځلي يې بيلابيل توپوهونکي په صفر سوځولي دي.
۵_ اسټرالياوی بريټ لي

اسټراليا د غوره توپوهونکو تر څنګ بې مثاله تيز توپ اچوونکي هم لري چي يو ښه مثال يې بريټ لي دی.
بريټ لي د ډيرو تيزو توپ اچوونکو له ډلي دی،چي په خپل وخت کي يې ځانګړی ارزښت درلودی.
بريټ لي ۷۰ توپوهونکي په صفر سوځولي او په دغه لړۍ کي پنځم مقام لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب