Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

په یوه یو ورځنۍ لوبه کې د زیاتو وېکټو اخېستونکو توپ اچوونکو ریکارډ

تاسې به د کرکټ په نړۍ کې د داسې توپ اچوونکو شاهدان یئ، چې بالېنګ یې تاسو ته په زړه پورې وي.

اوسمهال د کرکټ په نړۍ کې جسپرېت بومرا، ټرېنټ بولټ، مجیب الرحمن، راشدخان، رباډا، محمدشمي، لاکي فرګوسن، مېچل سټارک، پټ کمېنس، جوفرا ارچر، محمد عامر، وهاب ریاض او نور هغه بالران دي، چې د نړۍ په کچه ښه ځلېږي او تاسویې توپ اچونه خوښوئ.

خو د کرکټ په نړۍ کې داسې بالران هم تیر شوي دي، چې په زیات سپیډ او وېکټو اخېستلو کې یې ریکارډونه جوړ کړي دي.

دلته درسره د هغو توپ اچوونکو ریکارډونه شریکوو، چې یو ورځنیو لوبو ریکارډ کې یې په یوه پاڼۍ توپ اچونې سره زیاتې وېکټې اخېستي دي.

چمېندا واس

سریلانکایي چمېندا واس؛ چټک منځنی یا فسټ میډیم توپ اچوونکی و، هغه په ۲۰۰۱ م کال کې د ډېسمبر په ۸ مه نېټه د زِمبابوې خلاف یوه یو ورځنۍ لوبه کې ۸ وېکټې اخېستي دي او د نړۍ په کچه ستر ریکارډ لري.

chamida vaas.jpg

نوموړي په ۸ اورونوکې ۳ اورونه مېډن کړل، ۱۹ منډې یې ورکړې او ۲ اعشاریه ۳۷ ایکانومي باندې یې توپ اچونه وکړه.

شاهد افریدي

پاکستانی پښتون الراونډر چې په شپږیزو کې یې نوم درلود، په ګوګلي بالېنګ کې هم خورا مشهور و، افریدي په ۲۰۱۳ م کال کې د جولای په ۱۴ مه نېټه له ویسټ انډیز څخه ۷ وېکټې واخېستې، ۹ اورونوکې یې ۱۲ منډې ورکړې او ۱ اعشاریه ۳۳ ایکانومي باندې یې توپ اچونه کړې وه.

افریدي هم درې اورونه مېډن کړي وو.

اسټرالیایي ګلېن مک ګرات

اسټرالیایي مک ګرات په ۲۰۰۳ م کال کې د فبروري په ۲۷ مه نېټه د نمېبیا خلاف یوه لوبه کې ۷ اورونه ترسره کړل، چې ۴ اورونه یې مېډن کړل، ۱۵ منډې یې ورکړې، ۷ وېکټې یې واخېستې او په ۲ اعشاریه ۱۴ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

مک ګرات هم مېډیم فسټ توپ اچوونکی و.

افغان ګوګلي ماسټر راشدخان

west-indies-v-afghanistan-odi-st-lucia_6a28c0a2-4d92-11e7-88f6-6a3facb665a5.jpg

راشدخان ارمان د ۲۰۱۷ م کال د جون په ۹ مه نېټه د ویسټ انډیز خلاف یوه یو ورځنۍ لوبه کې په ۸ اعشاریه ۴ اورونوکې یو اوور مېډن کړ، ۱۸ منډې یې ورکړې، ۷ وېکټې یې ترلاسه کړې او په ۲ اعشاریه صفر اووه ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

انډي بېچل

انډریو جان بېچل اسټرالیایي چټک توپ اچوونکی و، ده په ۲۰۰۳ م کال کې د انګلستان خلاف یوه لوبه کې لس اورونه ترسره کړل، ۲۰ منډې یې ورکړې، ۷ وېکټې یې واخېستې او په ۲ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

موتیا مورالي تارن

سریلانکایي اف بریک بالر و، چې ۲۰۰۰ م کال کې یې هندوستان خلاف یوه لوبه کې لس اورونه وکړل، یو اوور یې مېډن کړ، ۳۰ منډې یې ورکړې، ۷ وېکټې یې وغورځولې او په ۳ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

ټېم سوتي

ټېم سوتي د نیوزیلېنډ چټک توپ اچوونکی دی، ده په ۲۰۱۵ م کال کې د انګلستان خلاف یوه لوبه کې په ۹ اورونوکې ۳۳ منډې ورکړې، اووه یې وېکټې یې واخېستې او په ۳ اعشاریه ۶۶ ایکانومي یې توپ اچونه ترسره کړه.

وقار یونس

پاکستاني وقار یونس چې په ښي لاس یې چټکه توپ اچونه کوله، په ۲۰۰۱ م کال کې یې د انګلستان خلاف یوه یو ورځنۍ لوبه کې لس اورونه وکړل، ۳۶ منډې یې ورکړې، ۷ وېکټې یې واخېستې او په ۳ اعشاریه ۶۰ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

عاقب جاوېد

عاقب جاوېد د پاکستان چټک غونډوسکه اچوونکی و، چې ۱۹۹۱ م کال کې یې د هندوستان خلاف یوه لوبه کې لس اورونه ترسره کړي وو، یو اوور یې مېډن کړی و، ۳۷ منډې یې ورکړې وې، ۷ وېکټې یې اخېستې وې او په ۳ اعشاریه ۷ ایکانومي یې توپ اچونه کړې وه.

عمران طاهر

د سویلي افریقا ښي لاسی لېګ برېک ګوګلي بالر دی، ده په ۲۰۱۶ م کال کې د ویسټ انډیز خلاف لوبه کې ۹ اورونوکې ۴۵ منډې ورکړې، ۷ وېکټې یې واخېستې او هر اوور کې یې ۵ منډې ورکړې وې.

ډبلیو، ډبلیو ډاوېس یا ډبل ډبلیو ډاوېس

ویل ډاوېس د ویسټ انډیز د هېواد چټک بالر و، چې په ۱۹۸۳ م کال کې یې د اسټرالیا خلاف ۱۰ اعشاریه ۳ اورونوکې ۵۱ منډې ورکړې، ۷ وېکټې یې واخېستې او په ۴ اعشاریه ۸۵ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

ده ځکه لس اعشاریه ۳ اورونه کړي، چې هغه مهال پنځوس اوریزې لوبې نه وې؛ بلکې شپېته اوریزه ترسره کېدې.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی