مارچ 2, 2021

د بوسټ زون د لیس A سیالیو اتله شوه؛ سمیع الله شینواری تر ټولو مخکښ توپوهونکی شو

د افغانستان د کورني کرکټ غازي امان الله خان تر سر لیک لاندې دویم پړاو «لیست ای» ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د بوسټ زون په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

دویم پړاو لیست ای ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د ۶ زونونو د کرکټ لوبډلو په ګډون سره پیل شوې وې، چې پکې د سپین غر او بوسټ زونونو لوبډلې پای لوبې ته ورسیدې.

 د پای لوبه کې سپین غر زون د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د عظمت الله عمرزي د ۶۶،  فرید ملک د ۴۱، سمیع الله شینواري د ۳۶ او شهزاد محمدي د ۳۵ منډو جوړولو سره بوسټ زون لوبډلې ته د ۳۲۱ منډو هدف ورکړ.

 د بوسټ زون لوبډلې لخوا په ځوابي لوبه کې کریم صادق او رحیم منګل ښه پیل وکړ، چې د بوسټ لوبډله یې د هدف پر لورې په چټکۍ سره روانه کړه او ورپسې لوبډلمشر نجیب الله ځدران د ویکټ کیپر توپ وهونکي منیر احمد سره بهترینه لوبه ترسره کړه.

د کریم صادق د ۵۹ منډو وروسته د منیر احمد سلیزې او نجیب الله ځدران ۷۳ منډې د بوسټ په بریا کې برخلیک ټاکونکې حساب شوې او بوسټ لوبډله یې د زونونو په کچه د لیست ای سیالیو اتلولۍ مقام ته ورسوله.

 د غازي امان الله خان په نوم لیست ای ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د روانې جولاي میاشتې په ۱۰ مه نیټه د کابل، میس عینک، امو، بند امیر، سپین غر او بوسټ زونونو لوبډلو په ګډون سره پیل شوې، چې پکې کابل، میس عینک، امو او بند امیر زونونو لوبډلې د سیالیو په بایللو سره د مخکې تګ څخه پاتې شوې.

په دې سیالیو کې سمیع الله شینواري د ۳۹۸ منډو جوړولو سره د مخکښ توپ وهونکي لقب خپل کړ، خو ورپسې شهزاد محمدي په ۳۶۸ منډو جوړلو سره دویم مقام کې پاتې شو.

همدا راز په توپ اچونه کې د بند امیر زون لوبغاړي نجات مسعود د ۱۳ ویکټو ترلاسه کولو سره لمړی، خو شراف الدین اشرف او سعید شیرزاد په ۱۲ ویکټو اخیستو سره په دویم او دریم ځای کې مخکښ توپ اچونکي وو.

ملامت څوک دي،جمهوريت که اشخاص؟

لیکوال: ياران، کابل - برخه : افغانستان

ليکنه: اصيل خان احمدزی دا څو اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د هغې طرحې په اړه بحثونه کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان وطن دښمنانو له لوري د خپلو شومو هدفونو د تعقیب ... نور ولولئ