بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې رسنۍ ژوند بڼه سیاست

له یوه رییس سره د یوه رښتیني او واقعي رهبر اووه توپیرونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری کسان داسې فکر کوي، هر هغه چاته، چې د یوه لوی شرکت په سر کې ناست دی او د حکمونو او ممانعتونو او دغه راز د مهمو او کلیدي تصمیمونو د نیولو مسؤولیت پر غاړه لري، کېدای شي هم رییس ووایو او هم رهبر، خو دا دواړه اصطلاحګانې له یو بل سره توپیر لري او هر رییس یو رښتینی رهبر نه دی.

معمولاً په سترو شرکتونو او بنسټونو کې د «رهبر» له اصطلاح څخه په رسمي توګه ګټه نه اخیستل کېږي، خو ځینې رییسان په خاصو ځانګړتیاوو سره،  ورو ـــ ورو او په تدریج سره په زړونو او ذهنونو کې خپل ځان ته ځای جوړوي او له ریاست څخه لوړ د رهبرۍ مقام ته رسېږي.

دلته په هغو ټکو باندې رڼا اچوو، چې یو رهبر باید کومې جلا ځانګړتیاوې ولري.

۱ ـــ له خلکو سره مینه لرل

تاسو نه شئ کولای، له خلکو سره د کار کولو د خوند د حس له لرلو پرته، په عملي توګه یوه ډله رهبري کړئ. خلک چې د شطرنج بې روحه مهرې نه دي، له هغوی څخه هر یو یې، د واحد شخصیت، ځانګړتیاوو او بېلابېلو استعدادونو لرونکي انسانان دي.

تاسو باید د یوه رهبر په توګه، له خلکو سره له مرسته کولو او د هغوی د بریالیتوبونو له لیدلو څخه خوند واخلئ.

۲ ـــ خپلې ډلې ته لارښوونه وکړئ، کنټرولوئ یې مه

د ځینو رییسانو د مدیریت سبک او ډول دا دی، چې هر کوچنی فعالیت کنټرولوي، هغوی هېڅکله نه شي کولای، چې رهبر شي، د رهبرۍ جامې د هغوی لپاره نه دي ګنډل شوي او تر ډېره کولای شي، چې کوچني مدیران شي.

ستر رهبران پوهېږي، چې ډله یې کولای شي، د سمې لارښوونې او ملاتړ په صورت کې سترو پایلو ته ورسېږي او د هغوی کنټرول ته اړتیا نه شته. دا رهبران خپله ډله پیاوړې کوي.

۳ ـــ ښه رهبران نرمښت او انعطاف لري

رییسان په هغه لاره کې چې خپله کړې یې ده، کلک او سخت دي، خو ښه رهبران په دې باندې پوهېږي، چې د خپلې ډلې د غړو د ځانګړتیاوو په تناسب، کله وخت اړینه وي، چې خپلې تګلارې ته بدلون ورکړي.

۴ ـــ خپلو استازو ته د کارونو سپارل

ښه رهبران خپلو مرستیالانو او لاس لاندې کسانو ته د مهمو کارونو له سپارلو څخه وېره نه لري، خو رییسان له هغه ځایه، چې په خپلو لاس لاندې کسانو باندې اړین اعتماد نه لري، اړ دي، چې هر څه په خپله تنظیم کړي.

۵ ـــ اعتبار ورکول او د تېروتنې منل

د رییسانو خوښېږي، کله چې ټیم یې بریا ته رسېږي، د دې بریا ټول امتیاز خپل ریاست ته ورکړي، خو که پایله ښه او د خوښې وړ نه وه، نو خپل د لاس لاندې کسان ګرم ګڼي.

خو د دې پر وړاندې رهبران په دې باندې ښه پوهېږي، چې ټولې بریاوې د لاس لاندې کسانو د ډله ایزې هڅې پایله ده، هغوی د بریا پرمهال د خپلو لاس لاندې کسانو هڅو ته ارزښت ورکوي او د ماتې پرمهال هېڅکله خپل مسؤولیت او برخه نه هېروي.

 

۶ ـــ هغوی خطر منونکي دي

رییسان تل له خطر منلو څخه ډډه کوي، داسې نه چې احتمالي ماتې یې په حساب کې ولیکل شي، خو ښه رهبران په دې باندې ښه پوهېږي، چې سترې بریاوې هغه مهال رامنځته کېږي، چې د خطر څادر واغواندئ.

رهبران خپل ټیم د کارونو د ترسره کولو لپاره پیاوړی کوي او هڅوي یې، هغوی هره تېروتنه یا ناکامي د نورو پرمختګونو لپاره یو فرصت ګڼي.

۷ ـــ ښه رهبران انګېزه ورکوي او هڅونه کوي

رییسان د خپل لاس لاندې کسانو په زړونو کې د وېرې خپرولو په سیاست سره غواړي، هغوی دې ته اړ کړي، چې کارونه په سمه توګه ترسره کړي، خو ښو رهبرانو دا په سمه توګه تشخیص کړې ده، چې څه څیز د دې سبب ګرځي، چې د ډلې هر غړی یې په غوره شرایطو سره کار وکړي، هغوی هڅه کوي، چې خپل هر یوه کارمند ته ستروالی او شخصیت ورکړي، حتا که دوی په خپل دننه کې ستروالی حس نه کړي.

ښه رهبران د ډلې سترو او کوچنیو بریاوو ته مبارکي وایي او یا یې لمانځي، هغوی د خپلې ډلې تر ټولو ستر پلویان دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ