بریا او پرمختګ مخکښان

د بریا لپاره د بروسلي لس رازونه

  • ژباړه: عطا محمد میاخېل

بروسلي تر ډېره د یوه رزمي اتل او د سینمایي ستوري په نامه مشهور و، خو باید وویل شي، چې هغه یو ښه او اغېزمن سوداګر هم و. په شپېتمه لسیزه کې یې د کونګفو کوچنۍ سټدیو ګانې پرانیستلې او په دې سټدیو ګانو کې یې د جون فان کونګفو تر نامه لاندې په خپل سبک تدریس پیل کړ، په دې اړه د هغه بشپړه پوهه او په رزمي کارونو او هنرونو کې د هغه مهارت او استادي د دې سبب شوه، کوم ښوونځي یې، چې تاسیس کړل، پکې بریالی شي. ډېر نوموتي او مشهور ستوري لکه: سټیو مک کوئین، جېمز ګارنر، چاک نوریس او جېمز کوبرن د نوموړي د شاګردانو له ډلې څخه وو.

هغه څه، چې له بروسلي سره یې مرسته وکړه، ترڅو بریالی شي، دا و، هغه زده کړي و، چې د خپل ژوند د یوې برخې حکمت د خپل ژوند په بلې برخې کې ترسره کړي. هغه د مصنوعي پوهې پولو او بریدونو ته ارزښت نه ورکاوه، هغه یوازې هغه څه ته ارزښت ورکاوه، چې پایله یې لرله، همدا و، چې په خپل سبک یې کونګفو رامنځته کړه. هغه له خپلې پوهې څخه په رزمي هنرونو، شرقي فلسفه او په خپل کار و بار کې د بریا لپاره ګټه اخیستله، البته هغه کوم نوی څیز را منځته نه کړ، خو هغه اړیکې یې لیدلې، چې نورو نه شوې لیدلای.

د بروسلي له مړینې څخه څه د پاسه څلوېښت کلونه تېرېږي، خو اوس هم په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کسانو لپاره یو اتل پاتې دی. هغه دا ښه نوم او تل پاتې اعتبار له نوښت او د هغو پولو او محدودیتونو د نه منلو له امله ترلاسه کړ، کوم چې د ده په وړاندې راتلل. هغه هم د نورو خلکو په څېر د ماتو لپاره بهانه درلوده، خو اجازه یې نه ورکوله، چې د ژوند وېره یې کنټرول کړي؛ هغه په خپله ګټه د سیالۍ د بدلولو لپاره حیرانونکې وړتیا لرله. د دې لیکنې په دوام په کار و بار کې د بریا لپاره د بروسلي لس رازونه ولولئ.

۱ ـــ په خپل لیدلوري باندې باور وکړئ

زه ستاسو د هیلو د پوره کېدو لپاره دې نړۍ ته نه یم راغلی او تاسو هم زما د هیلو د پوره کولو لپاره دې نړۍ ته نه یاست راغلي.

بروسلي یوه افسانه ده، ځکه وې نه منله، چې خپل ژوند د نورو د هیلو پر بنسټ جوړ کړي، هغه خپل تګلوری جوړ کړ او د خپلو وړتیاوو، شخصیت او پوهې په ښودلو سره یې د ټولو ستاینه را وپاروله، په خپل شخصي لید باندې د باور او ورته ژمنتیا لپاره د هغه دا اراده او غوښتنه، هغه څه دي، چې د ټولو سترو کار رامنځته کوونکو ترمنځ ګډ دي.

۲ ـــ ژوند ته د اړتیا په احساس سره وګورئ

که ژوند کول مو خوښېږي، نو وخت بېځایه مه تېروئ، ځکه وخت هغه څه دی، چې ژوند جوړوي.

ژوند له دې څخه ډېر زیات لنډ دی، چې کېنئ او په تمه پاتې شئ، ترڅو ښې پېښې رامنځته شي. بروسلي هغه وخت ومړ، چې عمر یې له ۳۲ کالو څخه زیات نه و، خو د یوه عادي ۸۰ کلن فرد په پرتله یې له خپل لنډ ژوند څخه ډېره زیاته ګټه اخیستې وه. هېڅ داسې لاره شتون نه لري، چې پوه شئ، بریا ته د رسېدو لپاره څو نور کلونه پاتې دي، له دې امله ژوند ته باید د اړتیا د احساس په سترګه وګورئ.

۳ ـــ خپلې سترګې له هغه څه مه لرې کوئ، چې مهم دي

ټاکل شوې نه ده، چې هرې موخې ته ورسېږئ، کله وخت موخه د موخې لپاره ده.

دا ښه ده، چې څو کاري موخې ولرئ، خو مهمه دا ده، چې هغو ته د رسېدو لپاره، د هڅې او کوښښ له بهیر څخه خوند واخلئ، ډېری کار منځته کوونکي دي، چې له دې فکر څخه د کمزورۍ او عاجزۍ احساس کوي: (کله چې د ایکس موخې ته ورسېدم، نو د بریا او خوشالۍ احساس به وکړم) ستونزه دلته ده، که حتا دې موخې ته ورسېږي، بله موخه به ولري، چې لپاره یې هڅه وکړي. دا یانې بریا تل په دې مانا ده، چې د غره بلې لوړې څوکې ته ورسېږئ، خو غوره ده، چې د جهت او تګلوري موخو په څېر او دغه راز د یوه جادویي مقصد په اړه فکر ونه کړئ، اړتیا نه شته، چې په تمه پاتې شئ، ترڅو یوې څوکې ته ورسېږئ، په داسې حال کې چې کولای شئ له ژونده خوند واخلئ.

۴ ـــ له خپلو تېروتنو څخه درس واخلئ

تېروتنې تل د بښنې وړ دي، خو فرد باید په هغو باندې د اعتراف زړورتیا ولري.

بروسلي د لومړي ځل لپاره د (The Green Hornet) په فلم کې د کاتو د رول لوبولو په خاطر مشهور شو، دا یو بریالی فلم و او بروسلي یې په امریکا کې هم مشهور کړ، خو نوموړي نه شو کولای چې له دې احساس څخه تېښته وکړي، چې د دې رول په لوبولو سره یې تېروتنه کړې ده، هغه له دې تجربې څخه ډېر څه زده کړل او هغه ته یې لا پیاوړی هوډ ور په برخه کړ، ترڅو هېڅکله هغه ارزښتونه، چې ورته مهم دي د شهرت او شتمني لپاره ونه پلوري. امکان نه لري، چې کار را منځته کوونکي له تېروتنې پرته پرمختګ وکړي، مهمه دا ده، چې دا تېروتنې وپېژني او ترې درس او عبرت واخلي.

۵ ـــ تمه مه لرئ، چې کارونه آسانه وي

هیله مه لرئ، چې ژوند هوسا او آسانه وي، دعا وکړئ، چې الله (ج) تاسو ته د سخت او ستونزمن ژوند د زغملو ځواک درکړي.

په دې پېچلې نړۍ کې د کار و بار پایښت، ځیرکتیا، پشتکار او په ځان باندې باور غواړي. نړۍ همدا ده او په اړه یې ګیلې او شکایتونه هېڅ ګټه نه لري. بروسلي په تمه پاتې نه شو، ترڅو بریا ته د رسېدو لپاره، هغه ته نړۍ یوه هوسا او آرامه لار ور وښیي، په بدل کې یې هغه خپل هوډ د ژوند له شرایطو سره د مقابلې لپاره لاپسې پیاوړی او ځواکمن کړ.

۶ ـــ څیزونه ساده او آسانه کړئ

«ورځنی ډېرښت نه، ورځنی کمښت هو. نا اړین څیزونه لرې وغورځوئ.»

په سوداګرۍ کې دا لېوالتیا شته، چې ډېره پېچلتیا له سترې بریا سره تړاو لري. په همدې دلیل، ډېری کمپنیانې او شرکتونه، چې په پیل کې ډېر بریالي وو، ونه شو کولای، چې خپل پېرېدونکي (مشتریان) خوښ او راضي وساتي. د مسایلو پېچلي کول یوازې نوښت خپکۍ کوي، له خلاقیت څخه مخنیوی کوي او د اړیکو په وړاندې خنډ ګرځي. مهم ده، چې کار را منځته کوونکي وکولای شي، په ساده او آسانه څیزونو باندې تمرکز وکړي.

۷ ـــ زده کړئ، چې انعطاف او نرمښت ولرئ

وینئ، چې تر ټولو سترې او ځواکمنې ونې  کې، په ډېرې آسانۍ سره درز پیدا کېږي، په داسې حال کې، که حتا وله د باد په وړاندې کږه هم شي، نو ژوندۍ پاتې کېږي.

هغه تېروتنه، چې افراد یې په کار و بار او سوداګرۍ کې کوي، دا ده چې یوې طرحې او نقشې ته له بریده زیات پایبند پاتې کېږي، هغوی دا هېروي، چې مهمه داده، موخې ته ورسېږي، طرحه او نقشه یوازې موخې ته د رسېدو لپاره وسیلې دي، هېڅ نقشه په ډبرې باندې نه ده حکاکي شوې او باید د متغیرو شرایطو په وړاندې په غبرګون کې، نقشه پلې کړئ.

کله چې بروسلي د رزمي هنرونو لومړنی مکتب پرانیست، یوازې غوښتل یې چې پیسې ترلاسه کړي، چې په پوهنتون کې د خپلو زده کړو میاشتنی فیس ورکړي، خو د نورو مسایلو لپاره، څیزونه هغه ډول، چې هغه یې په اړه پروګرام جوړ کړی و، پرمخ لاړل نه.

۸ ـــ د نورو په اړتیاوو باندې تمرکز وکړه

رښتینی او واقعي ژوند، د نورو لپاره ژوند کول دي.

د کارو بار په عصري نړۍ کې د بریالي اوسېدلو راز دا دی، چې داسې څیزونه رامنځته کړئ، چې د خلکو د ژوند په ګټه وي، ښایي دا سپارښته روښانه او مشخصه وي، خو تر اوسه ډېر داسې کار را منځته کوونکي او سوداګر شته، چې هیله لري، په مالونو او اجناسو کې په لاس وهنې او د بدلو څیزونو په جوړولو او خپل هېواد ته په راواردولو سره شتمن شي، غوره ده، چې د خدمت لپاره، د خلکو په اړتیاوو باندې تمرکز وکړئ.

۹ ـــ یوازینی څیز چې مهم دی، هغه څیز دی چې پایله (نتیجه) ورکړي

له هر ګټور څیز سره ځان ته سمون ورکړه، هر بې لګښته او بې ګټې څیز لرې وغورځوه او هرڅیز، چې تا پورې ځانګړی وي زیات کړه.

ګټور سوداګریز موډلونه او بېلګې زیاتې دي او ډېر الهام بښونکي کار را منځته کوونکي شتون لري، خو اړتیا نه شته، چې یوازې یوې تګلارې ته ژمن واوسئ، ستونزه نه شته، چې کار رامنځته کوونکي له بېلابېلو سرچینو څخه بېلابېل څیزونه واخلي او هغو ته د خپلو ځانګړو اړتیاوو لپاره بدلون ورکړي، هېڅوک په بشپړه توګه سمې خبرې نه کوي او هېڅوک په بشپړه توګه ناسمې خبرې نه کوي. د بروسلي د تګلارې د زده کړې ښېګڼه داده، چې د هر ګټور کار حکمت واخله او هر هغه څه چې نتیجه نه ورکوي، نالیدلی یې ونیسه.

۱۰ ـــ فرصتونه په خپله رامنځته کړئ

دوزخ ته برخلیک؛ فرصتونه زه جوړوم.

که ژوند ته په دفاعي لید سره وګورئ، یوازې د څیزونو له منځنۍ کچې سره مخامخ کېږئ او هېڅکله د بریا وروستي برید (اوج) ته نه رسېږئ. که ټاکل شوې وي مقام غوښتونکي کار را منځته کوونکي، له هر کار مخکې یوازې په تمه وي، چې مناسب شرایط رامنځته شي، د دې احتمال شتون لري، چې هېڅکله د خیال له پړاو څخه تېر نه شي او دغه راز موخې ته ونه رسېږي. کله چې بروسلي د امریکا په متحده ایالاتو کې د کونګفو لومړنی ښوونځی پرانیست، په هغه هېواد کې دا رزمي هنر چا نه پېژانده او په امریکایي ټولنه کې د چینایانو په اړه ډېرې نژاد پرستۍ شتون درلوده، خو هغه دا مسایل نا لیدلي ونیول او فرصتونه یې په خپله د خپل ځان لپاره رامنځته کړل.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: