خبريال: مدثر دعوت
بوريس جانسن چي اونۍ وړاندي د کرونا ويروس له کبله په روغتون کي بستر سوی وو نن بيرته رخصت سو.
وروسته تر هغې چي د انګلستان د لومړي وزير حالت د انديښنې وړ وښودل سو،د ښه مراقبت په منظور د جنوبي لندن د توماس په نوم روغتون ته وليږدول سو.
د لومړي وزير وياند ويلي: ” جانسن اوس روغ سويدی، ډاکترانو ورته ويلي چي په روغتون کي يې د پاته کيدو اړتيا نسته”.
ډاکترانو لومړي وزير ته مشوره ورکړې چي خپلي دندي ته دي ژر نه ځي او د يوڅه وخت لپاره به ارام کوي.
د مارچ په ۲۷مه نيټه د جانسن د کرونا ازمويني مثبته پايله ورکړې وه،د تيري يکشنبې په ورځ پداسي حال کي روغتون ته وليږدول سو چي روغتيايي حالت يې د انديښنې وړ وو.
انګلستان کي تر دې مهاله ۷۸۹۹۱ کسان په کرونا ويروس اخته دي چي له امله يې ۹۸۷۵ کسان مړه سويدي.
که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ
ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي