له شپږیزي وروسته په هیواد کي دوهم لیګ په بُست زون کي پیل سو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

فضل الله فضلي
په کور دننه افغانستان کي د شپږیزه شل اوریز کرکیټ غوره لیګ وروسته په بُست زون کي د بُست غوره لیګ دوهم لیګ دئ، چي ترسره کیږي.
ددې شل اوریز لیګ پرانیستني مراسم تېره ورځ د کندهار کرکیټ په عمومي لوبغالي کي ترسره سول.
د لیګ په مراسمو کي د کندهار د والي په شمول د نورو ورزشي ادارو مسؤلینو او لوبغاړو ګډون کړی وو.
119858706 131481401998714 4645732252577571773 n.jpg? nc cat=108& nc sid=8bfeb9& nc ohc=ptVFG7n2gY4AX8 BLv4& nc ht=scontent.fkdh1 1 له شپږیزي وروسته په هیواد کي دوهم لیګ په بُست زون کي پیل سو
پدې لیګ کي ۵ لوبډلي، حیات د میوند اتلان، الفرهاد ابراشیم کاروان، ناصر افغان بالاحصار زلمیان، نعمت الله اختیارالدین قلعه ستوري او د یاسین خان بُست ساتونکي پکښي لوبیږي.
دې لیګ سوداګریزه بڼه خپله کړې او د خپلواک مبایل شرکت لخوا یې مالي ملاتړ هم کیږي.
119712277 131481511998703 4846770260021222251 n.jpg? nc cat=104& nc sid=8bfeb9& nc ohc=HAwZJYetM7YAX l1WL0& nc ht=scontent.fkdh1 1 له شپږیزي وروسته په هیواد کي دوهم لیګ په بُست زون کي پیل سو
همداراز د لیګ د ټولو لوبډلو مالي ملاتړ سوئ دئ.
ددې لیګ سیالۍ چي نن د میوند اتلانو او بُست ساتونکو لوبډلو ترمنځ پیل سوې، د رواني سپټمبر میاشتي تر ۳۰ نېټې پوري دوام پیدا کوي او په ۹ ورځو کي پای ته رسیږي.
119709771 131707278642793 5081769335949852551 n.jpg? nc cat=104& nc sid=8bfeb9& nc ohc=izvbXBpmeswAX9aWp A& nc ht=scontent.fkdh1 1 له شپږیزي وروسته په هیواد کي دوهم لیګ په بُست زون کي پیل سو
ددې لیګ په پای کي لومړۍ لوبډلي ته جام، دوهمي ته نایب قهرماني او غوره لوبغاړو ته مختلفي لويي جایزې هم ورکول کیږي.
ددې لیګ مسؤلین وايي چي ددې لیګ لپاره یې بولۍ ترسره کړل او هري لوبډلي په ۵ کټګوریو کي لوبغاړي واخیستل.
دوی زیاتوي چي له دې څخه یې هدف د کندهار کرکیټ ته وده، د لوبغاړو تشویق او هڅونه، د نویو ځوانانو راپورته کول او سوداګرۍ ته پرمختګ ورکول دي.
120032152 131727291974125 8808214367899299502 n.jpg? nc cat=108& nc sid=8bfeb9& nc ohc=3tM079QePRsAX j0l1k& nc ht=scontent.fkdh1 1 له شپږیزي وروسته په هیواد کي دوهم لیګ په بُست زون کي پیل سو
دا په هیواد کي دننه له شپږیزه لیګ وروسته دوهم سوداګریز لیګ دئ، چي په کندهار کي پیلیږي او د کندهار کرکیټران دا د کندهار لپاره یو ستر ویاړ بولي.
دداسي لیګونو په لاره اچول نه یوازي چي لوبغاړو او کرکیټ لوبي ته وده او پرمختګ ورکوي، ترڅنګ یې په زون کي د نویو او استعداد لرونکو ځوانو لوبغاړو ښکارندويي کوي.
119917210 131707011976153 4350695744256044577 n.jpg? nc cat=109& nc sid=8bfeb9& nc ohc=wBsjdPOwTmYAX8 dfUQ& nc ht=scontent.fkdh1 1 له شپږیزي وروسته په هیواد کي دوهم لیګ په بُست زون کي پیل سو