سپورټ کرکټ

د اسټرالیا لوبغاړي د هند خلاف شل اوریزه لوبه کې بومي لباس اچوي

 

د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي چې لوبغاړو لپاره یې نوی لباس چمتو کړی، چې د هندوستان خلاف لوبه کې به یې واچوي.

دا لباس د ۱۴۳ کاله پخواني لباس سره ورته او موخه یې ترې د نژادي توپیر سره مبارزه ده.

بومي د هند هغه نژاد دی، چې سره رنګونه کاروي او له ۱۴۹۲ م کال وړاندې امریکا کې موجود و.

اوس هم په متحده ایالاتو، ګواټیمالا او بولیویا هېوادونو کې زیات دي.

دا چې اوسمهال په امریکا کې یو ځل بیا د تور پوستو او سپین پوستو ترمنځ د جورج فلایډ له وژنې وروسته جنجال رامنځته شوی، نو دې چارې ورزش ته هم مخه کړې ده او ورزشکاران هم د تبعیضي او نژادي توپیر پر وړاندې غږونه او نظريې اوچتوي او خپروي.

اوس د اسټرالیا کرکټ لوبغاړو ویلي، چې دوی هم غواړي له تبعیضي چلند سره مبارزه وکړي او ځانونه تور پوستو سره خواخوږي ښيي.

د اسټرالیا کرکټ بور‌ډ وایي چې دوی د لباس جوړولو هغې کمپنۍ(اې‌اېس‌آی‌سي‌اېس ) سره تړون لاسلیک کړی، چې د اسټرالیا دوو مخکښو ښځو انټي فیونا کلار او کورټني هاجېن په یاد کې لباس جوړوي او راتلونکې لوبه کې به یې پر تن کړي.

دواړو ښځینه وو د اسټرالیا د ښځینه په کرکټ کې ستر رول لوبولی و او ډېرې هڅې یې کړې وې.

په ۱۸۶۸ کې لومړنی ورزشي ټیم انګلستان ته ولاړ او هلته یې په لارډ او اولډ ټرافورډ او نورو لوبغالو کې لوبې کړې وې.

۱۸۶۸ کې یاد ټیم ښکلی لباس پر تن کړی و او اوس د اسټرالیا ټیم غواړي چې همغه لباس پر تن کړي او د ورزش مخکښانو سربېره تور پوستو ته احترام وکړي.

۲۰۱۶ کې هم د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډلې داسې جامې پر تن کړې وې، چې د اسټرالیایي پخوانیو لوبغاړو نماینده ګي یې کوله.

د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډلې د بېګ باش لیګ پیل کې هم لوڅې پښې لوبغالي ته ولاړې، چې دې سره یې د اسټرالیا پخوانیو سپورت مخکښانو او تور پوستو سره زور زیاتې غندل وو.

د اسټرالیا او هندوستان لوبې

هندوستان اسټرالیا ته په روانه میاشت کې سفر کوي او د نومبر په ۲۷ مه به دواړه لوبډلې درې یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او څلور ټېسټ لوبې ترسره کوي.

د دواړو لوبډلو الف لوبډلې هم سیالۍ لري.

د اسټرالیا لوبډله

د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو نوملړ؛ اېرون فېنچ لوبډلمشر دی، شین اباټ، اشټن اګر، الېکس کېري، پټ کمېنس مرستیال لوبډلمشر، کېمرن ګرین، جاش هزل ووډ، موئیسس هېنرېکیز، مرنیوس لبوس شېن، ګلېن مکسویل، ډانېئل سیمز، کېن ریچارډسن، سټېف سمېت، مېچل سټارک، مارکس سټاینېس، متیو وېډ، ډېوېډ وارنر او اډم زمپا.

د هندوستان د یو ورځنیو لوبو نوملړ

ویرات کولي لوبډلمشر، شېکردوان، شوبمن ګېل، کی اېل راهول وېکټ ساتونکی، سنجو سمسون، شیریاس ایئر، منېش پانډی، هارډیک پانډیا، میانک اګروال، روېندرا جدیجا، یوز وېندرا چهل، کولډیپ یداف، جسپرېت بومرا، محمد شمي، نافدیپ سیني او شاردول تاکور.

شل اوریزو لوبو نوملړ

ویرات کولي لوبډلمشر، شېکردوان، میانک اګروال، کی اېل راهول، شیریاس ایر، منېش پانډی، هارډېک پانډیا، سنجو سمسون، روېندرا جدیجا، واشېنګټن سونډر، یوز وېندرا چهل، جسپرېت بومرا، محمد شمي، نافدیپ سېني، ډیپک چهر او نتراجن.

د ټېسټ لوبو سکواډ

ویرات کولي لوبډلمشر، اجېنکیا رهانی، روهېټ شرما، میانک اګروال، پرېتوي شاو، کی ایل راهول، چېټېشور پوجارا، هنوما وېهاري، شوبمن ګېل، ریډیمن ساحا، رېشاب پنټ، جسپرېت بومرا، محمد شمي، امېش یداف، نافديپ سېني، کولډیپ یداف، روېندرا جدیجا، ریوي چندرن اشوېن او محمد سراج.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ