هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

سلمان خان د بالیوډ د ترټولو لوړې مالیې ورکونکی وبلل شو

هندي رسنۍ وايي چې سلمان خان د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ مالي کال لپاره د هند د سینما تر نورو ټولو اکټرانو زیاته مالیه ورکړې ده.

اینډیاټایمز ورځپاڼه وايي، په دې کال کې د سلمان خان عواید د عامرخان، اکشي کومار هریتیک روشن او تر نورو لوړ وو او له همدې کبله یې مالیه هم زیاته وه.

راپور وايي، سلمان خان په دې موده کې تر ټولو زیات عواید له خپل مشهور شوی فلم (سلطان) څخه ترلاسه کړي او همدارنګه یې د هغې تلویزوني خپرونې (ریالیټي شو ) له درکه هم زیات عواید لرل چې بل فصل یې پیل شوی او سلمان خان یې چلوي.

د راپورونو له مخې سلمان خان د ۲۰۱۶-۱۷ مالي کال کې د څلور څلوېښت کرورړه هندي روپیو مالیه ورکړې په داسې حال کې چې تېرکال یې مالیه د دوه دیرش کروړه هندي روپیو له درکه وه.

اکشي کومار بیا په دې مالي کال د نهه ویشت کروړه روپیو مالیه ورکړې. په داسې حال کې چې په تیر میلادي کال کې یې د دیرش کروړه عوایدو پر بنسټ مالیه ورکړې وه.

هریتیک روشن بیا په بالیوډ کې د مالیې له پلوه په دریمه درجه دی چې د ۲۵ کروړه هندي روپیو مالیه یې ورکړې په داسې حال کې چې ترې په مخکې کال کې یې د ۱۴ کروړه هندي روپیو مالیه پرې کړې وه.

د رنبیر کپور، عامر خان او کرن جوهر هم د تیر کال د مالیه ورکونکو په لیست کې لوړ ځای لري.

خو په دې لیست کې د امیتاب بچن، شاه روخان او ایشواری بچن مالیې نه دي په ډاکه شوي ځکه چې دا درې واړه د پانامه پاڼو د رسوایې له قضیې سره تړاو لري. د دوی عواید او مالیې د ځانګړو دلایلو پر بنسټ پټ ساتل شوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */