خبريال: مدثر دعوت
د هندۍ سندرغاړې کنيکا کپور د کرونا ويروس ازمويني مثبته پايله ورکړې.
د ټايمز اف هندوستان د خبر له مخي د هندوستان مشهوره سندرغاړې په کرونا ويروس اخته سويده.
کنيکا نن پر خپل انسټګرام اکاونټ ليکلي ” د کرونا ازموينه مي مثبت وه خو زه د جدي مراقبت په واټ کي نه يم او د خپلو مينوالو د روغتيا هيله يې درلودلې ده.
په لومړي ځل د اتراپرديش پوليسو دا تائيد کړې وه چي کنيکا کپوره د کرونا په ويروس مبتلا سويده.
خو دا د څلورم ځل دپاره په خپل انسټاګرام اکاونټ ليکي چي هيله منه ده دا ځل به يې د کرونا ازموينه منفي پايله ورکړي.
۴۱ کلني کنيکا کپور په ۱۹۹۷ز کال کي واده کړی خو په ۲۰۱۲ز کال کي خپل خاوند ته تر طلاق وروسته يې د باليووډ سينما له لاري سندري پيل کړې .
کنيکا د فلمفير ايوارډ ترڅنګ د پلې بک سندرغاړي ايوارډ هم ګټلی دی.
د دغو دوو مېوو ترکیب په چټکتیا سره د بدن غوړي اوبه کوي
د مېوو له ډلې کولای شو له سټروس (ګرېپ فروټ) او لېمو څخه نوم واخلو چې له یو بل سره په ګډه کولای شي د وينې د قند کچه ښکته راولي او د انسولین د ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي