بلاخره ساینسپوهانو تر ټولو اسانه لار وموندله چې د انسان په سر څنګه ویښته رازرغونه کړي او دا د ویښتو مینه والو ته یو خاص زیری هم بللی شو .
د نیویارک ( CSU) ویب پاڼه لیکي چې د امریکا متحده ایالاتو د نارته ګیرولینا ایالت پوهنتون ساینسپوهانو د انسان په وجود کې هغه وړې میکرو ذرې MicroRNA پیدا کړي دي، چې د انسان په وجود کې د ویښتو د زرغون والي سبب جوړیږي .
دا وړې ذرې یا MicroRNA د MIR 5.218 په نامه یادېږي .
د څیړنېزي ډلې مشر پروفیسر “رینډل بي ټیري” وایي، د حجراتو نه حلقوي دایرنما شیل راوځي، او د دغو شیلونو دنده د حجراتو تر منځ د اړیکو ټینګول دي، کله چې دا اړیکه پرې شي د انسان ویښته ولېږي او د حجراتو منځ کې مایکرو ار این ای موجود ده، دا مایکرو ار این ای اصل کې واړه واړه مالیکولونه دي چې ویښتو د پاتیکیدو سبب جوړیږي .
د پروفیسر په وینا اوس دوی دغه حجرات او مالیکولونه وپیژندل او ټوله پروسه ورته روښانه شوه، او دوی کولي شي دغه حجرات او مالیکولونه د انسان په وجود کې پیاوړي کړي چې په دې سره یو پک یا ګنجی سړی په اسانه او کمه بیه بیا د ویښتانو خاوند کړي.
حکمتیار په کابل او ولایتونو کې د سترو لاریونونو خبر ورکړ
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر حکومت په تېره په ولسمشر اشرف غني او شاوخوا کسانو یې تور پورې کړ چې دوی د سولې د راتګ مخالف کوي. نوموړي نن په ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي