د روژې په نیولو سره په بدن کې اوبه او انرژي کمېږي، په دغه وخت کې وجود انرژۍ ته اړتیا لري، چې په بېړه د بدن اړتیا پوره کړي. خرما او د مېوو اوبه په دې برخه کې ګټور ثابتېدای شي. په خوړو یې د بدن د ګلوکوزو اندازه عادي حالت ته راځي او سربېره پر دې په وجود کې د معدني موادو توازن هم ساتي.
بله دا چې ډېر خواږه خوړل ښايي روغتیا ته زیانمن تمام شي، ښه دا ده چې هر څه د یوه معیار له مخې وکارول شي، داسې چې نه مو پر معده بوج راشي او نه هم په بدن کې د مایعاتو له کمښت سره مخ شی.
انتي اوکسیدونه، ویټامينونه، پوتاشیم او ځینې نور معدني مواد د بدن له اساسي اړتیاوو شمېرل کېږي.
د مېوو او د هغو له اوبو په ګټې اخیستو سره کولی شو، چې د وجود روغتیايي توازن وساتو. دا چې په روژه کې د انسان په ورځنيو عادتونو لکه خوب، خوراک، څښاک او نورو کې بدلون راځي، نو دغه څه تر ډېره زموږ د ستړیا لامل ګرځي. د دې ستړیا د لرې کولو لپاره د مېوو او د هغو له اوبو څخه ګټه واخلئ.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ