که غواړئ چې بدن مو بد بوی ونه کړي، دغه خواړه مه خورئ!

کېدای شي کله کله د بدن پاکۍ ته د بشپړې پاملرنې سره سره بیا هم ستاسو د بدن بد بوی تاسو وځوروي او کېدای شي لامل یې هغه خواړه وي چې تاسو یې خورئ.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د هغو خوړو په اړه معلومات درکړو چې خوړل یې د بدن د بد بوی لامل کېږي.

د چارلز پراګ پوهنتون څېړونکو يوه جالبه څېړنه ترسره کړې ده. هغوی د هغو نارینه وو د خولو بېلګه چې غوښه خوري او د هغو نارينه وو د خولو بېلګه چې سابه خوري راټولې کړې، د څېړنو پایلو دا وښوده چې تر ټولو بد بوی د هغو نارينه وو بدن درلود چې سره غوښه یې ډېره خوړله.

خو د غوښې ترڅنګ د يو شمېر نورو خوړو خوړل هم د خولې او بدن بد بوی لامل کېږي.

د لیکنې په دې برخه کې هغه خواړه در پېژنو چې خوړل یې ستاسو د بدن د بد بوی لامل کېږي.

۱- هوږه

اوږه د خولې د بد بوی لامل کېږي. له دې سره د اوږې خوړل د بدن د بد بوی لامل هم کېږي.

۲- قهوه

ایا د هغو کسانو له ډلې ياست چې ورځ د قهوې په څښلو پیلوئ؟ يا د هغو کسانو له ډلې ياست چې د ورځې په اوږدو کې څو څو ځلې قهوه څښئ؟ که دا ځانګړنه لرئ نو پوه شئ چې ستاسو د بدن د بد بوی لامل د قهوې ډېر څښل دي. قهوه د کافیين يو لويه سرچینه ده نو له همدې امله څښل یې د خولو لامل کېږي.

۳- پياز

پياز هم د هوږې په څېر د هغو خوړو له ډلې دی چې روغتیا ته ډېره ګټه لري او همدارنګه ډېری خلک په خپلو خوړو کې ورڅخه ګټه اخلي. خو د پیاز خوړل د پوستکي او ساه د بد بوی لامل کېږي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په خام بڼه وخوړل شي.

وروستي مطالب