فبروري 27, 2021

۶ نښې چې بوډاتوب نه بلل کېږي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ 

ستړیا، درد او بد مزاج له سن سره اړیکه نه لري.

ډېری خلک چې منځني عمر ته رسېږي، نو د دې نښې ډېرېدل د سن لوړوالی ګڼي، مګر داسې نه ده، درملنه یې آسانه ده.

بد مزاج (بد خلقي)

بد مزاج او بوډاتوب یو له بل سره اړیکه نه لري. په حقیقت کې ټول خلک په هر سن کې کېدای شي بد مزاجه شي، خو کله چې دا بد مزاجي دوام پیدا کړي او شخصي اړیکې، موخې او ورځنۍ ژوند خپل د اغېزې لاندې راولي، نو بیا کېدای شي د یو جدي خطر نښه وي.

کله چې له ژور خپګان، د خوب نشتوالی او رواني ګډوډي سره مخ شوئ او بد مزاجي مو دوام ولري، نو حتماً ډاکټر ته لاړ شئ.

ورو تګ

ورو تګ په طبیعي توګه د زوړ عمر سره اړیکه نه لري، خو اخیر کې ناڅاپه او پرته له دلیل که د دې حالت سره مخ شوي یاست، ډاکټر ته لاړ شئ. په ښکاره توګه ورو تګ کولو علت په زړو خلکو کې د مفصلونو پړسوب، سکته، عصبي ناروغۍ، پارکینسون او یا هم په ځمکه لوېدلو وېره ده. وروستی څېړنو پایله ښکاره کوي، ځینې بدلولونه چې په لاره تګ کې راځي، لکه ورو تګ، کېدای شي د حافظه اختلال نښه یا هم د الزایمر ناروغي وي.

د وزن کمېدل پرته له علته

موږ زیاتره دا هیله لرو چې وزن مو کم شي پرته له دې چې هڅه وکړو، خو کله چې دا پېښه په ناڅاپي توګه وي، پوه شئ چې کار له عمر سره تړاو نه لري، بلکې یوه جدي ستونزه ده.

که مو ۱۰ سلنه وزن په ۶ میاشت کې کم شو، ډاکټر ته لاړ شئ د څېړونکو په وینا دا کېدای شي د تیروئید پرکار، دیابت، ژور خپګان او د ځیګر ناروغي نښه وي.

په ویښ پاتې کېدلو کې ناتواني

که مجبوره یاست چې د کور میلمستیا نه زر لاړ شئ یا هم د ډېر وخت مېلمستیا ته نه ځئ، په دې دلیل نه شئ کولای ویښ پاتې شئ، ښایي د یو ډول پرمختللي خوب اختلال اخته شوي یاست.

په دې ناعادي اختلال کې، وګړي په مازدیګر کې له بې‌خوبۍ سره مخ کېږي او خوب ورځي. د دې کار علت د بیولوژیکي فعالیتونو بدلون دی. کوم فعالیتونه مو چې خوښ وي په هغه کې ګډون کولو کې ستونزه جوړوي او ګډون کوي، خو د بوډاتوب نښه نه ده او د ملاتونین په مصرف کولو سره د درملنې وړ ده.

د مفصل دردونه

زیاتره خلک د عمر په ډېرېدلو سره د مفصل په درد اخته کېږي، خو که دا درد ډېر او دوامداره شي د هغه علت پیدا کړئ، ځکه کېدای شي د مفصلونو د پړسوب نښه وي. کله چې د مفصلونو او هډوکو پړسوب سره مخ شوي یاست، نو د ډېر درد احساس کوئ، خو که په سهار کې مو بدن کلک وي، نو احتمال یې شته چې د التهاب او مفصلونو په پړسوب اخته شوي یاست.

د مفصلونو او هډوکو پړسوب برعکس د التهاب نښې، لکه د مفصل ګرم کېدل دي. ځوانکۍ، د خولې او سترګو وچوالی د مفصل له درد سره کېدای شي د لوپوس نښه وي. که دا نښې لرئ نو ژر ډاکټر ته لاړ شئ.

رېږدېدل

کله ناکله رېږدېدل کېدای شي په هر سن کې وي. که څه هم د سن په ډېرېدلو کې د دې کار احتمال شته، خو هېڅکله باید دا نښه نالیدلې ونه نیسو. زیاتره رېږدېدل په لاسونو کې لیدل کېږي، خو په ځینو مواردو کې په پښو کې هم احساسېږي. دا اختلالي نښه essential tremor په نامه دی چې د پاکینسون له ناروغۍ څخه ډېره ده، خو په موږ کې لږه ناتواني پیدا کوي.

د کافي مصرفول ډېره ستړیا او سترس دا نښې بدتره کوي. د نښو محدودولو لپاره، احتمال لري چې ډاکټر ستاسې په غذایي رژیم کې یا هم د ژوند په تګ لاره کې مو د ځینې بدلونونه سپارښتنه وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ