اپریل 20, 2021

ننګرهار:۲۵۰۰ کاله پخوانی جوړ شوی زندان کشف شو

راپور: بشر درویش

د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ سبز اباد سيمه کې د اطلاعاتو فرهنګ رياست اړوند د لرغون پيژندونکو د کيندنو پر مهال د نورو اثارو ترڅنګ يو داسې زندان موندل شوی، چې شاوخوا ۲۵۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی او په نظامي چارو کې ترې کار اخیستل کېده.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې دغه زندان په يو ژوره سيمه کې جوړ شوی، چې دروازې نلري او د ځانګړي جوړښت له مخې يې چارې تر سره شوي دي.

همدا راز له دې زندان څخه د خټينو لوخو ټوټې هم ترلاسه شوي دي.
د رسنیو دفتر ویلي؛ ياد زندان سره په خوا کې د ۱۳ مترو په اوږدوالي او د څلور مترو په پراخوالي يوه خونه هم موندل شوې ده، چې په درې دورو کې په کې د رغونې چارې تر سره شوي دي.
سرچینې ویلي چې څو ورځې وړاندې هم د اطلاعاتو فرهنګ ادارې د لرغون پېژندونکو له لوري په ياده سيمه کې ۱۶۰ قلمه تاريخي اثار موندل شوي و.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب