ادبیات کلتور او هنر

بوډا او د لیوانو پلونه “تاثُر ” – مهر تاج

لیکنه: مهر تاج

ما چې تر ننه څومره ناولز لوستي یوازې، جینایي، پولیسي او جاسوسي، استخباراتي دي، خوښوم یې هم.

که څه هم “نصیر احمد احمدي ” یو جادویي قلم لري، داسې قلم چې زموږ ګوتې له لیکلو هیک کوي، خپل لیکل د دوی د لیک پر وړاندې بېخونده حسوو.
له ډیری ملګرو مې د ده د نورو ټولو ناولونو تر څنګ د ” بوډا او د لیوانو پلونه ” ناول زیات صفتونه اورېدل.

راومې نیوه، چې یو څه نوې ولولم. د ناول په پای کې په یوه خبره پوه شوم، چې زه دا ډول له مینې او عاطفې ډک ناولز نشم لوستلای، زما ماشومانه حس ډېر په تکلیفوې او هره کرښه مې ژړوې.

د احمدي صیب یو کمال دا دی، چې ناول کې یې هر اړخیز معلومات او د پند په ګاڼه سنبال وي.

مین ځانګړنه یې دا ده، چې هم د هغې پیړۍ ژوند درباندې ژوندی تجربه کوي،هغه چې لیدلی دې نه وي او هم هغه چې پکې ژوند کوي.

کله کله دې د حافظې هغه کم رنګه خاطرې راژوندی کوي، چې هېرې کړې مو وي، له ځینو ناویل شویو معصرو او دودېزو عنعنانو مو خبروې، خوند ترې اخلو.
مثلاً، یاد ناول چې د یو “اکرب” بوډا د ژوند ستړې ده، البته د بوډا اصلي نامه “مالک ” ده، ناوې یې په اکرب بلي، ریښتیا هم یو اکرب انسان وي. وایي، نامه د شخصیت جوړونکي ده، ده باندې هم مېرمن د اکرب نوم ږدي او دا هم د ژوند تر پایه همداسې اکرب له نړۍ کوچېږي.

تر اکرب رایاده شوه ؛ ماشومتوب کې به موږ هم چاته له پیغوره او چاته هم د زړه خوږې نه اکرب ویل، ویشش څوک.. څوک اکربه! اکربې!
خو د اکرب په معنی نه پوهېدم، احمدي صیب له ناول لوستلو وروسته پوه شوم، چې اکرب هغه چاته ویل کېږي، چې “مور نه لري” خو زموږ د ماشومتوب درک هم ورته و، یعني، خوار و زار، بې کسه او بې وسه، بې وزلې، د زړه خؤږې وړ، هو دا ټول خو یوازې هغه څوک ایسیدلی شي چې “مور ونه لري “.

ناول کې د مینې رول

اکرب زلمی چې خپله مور یې لیدلي نه وي، پلار یې ورووژنې، د پلار په انتقام پسې پایڅې بډ وهي، خو د دوښمن په لور مین شې، له غچ تېر او بدو کې د دوښمن لور چې زړه یې پرې باییلی وي وکړې.

د مینې موده یې لنډه وي، میرمن یې د ولادت پر مهال مړه او یو زوی نښه کې ورته پریږدي.

ـ اکرب پلار، چې د میېرې تریخ ژوند او سوګنډي لګول تجربه کړې وي، د زوی لپاره ټول عمر کونډتوب غوره بل واده ونه کړي چې زوی مې زما سرنوشت تجربه نه کړې، خو زوی چې واده وکړي، په پلار خپل دیدن قحط کړې، د یوازینې زوی د ثمرې لمسي د پیدايښته په شلمه ورځ خبرېږي، په دیدن پسې یې یوه سترګه ځورېږي.

(( تاثُر: زه له مینې کولو نه ویرېږم، زه د مینې له نښې خوږې پایلې اولاده ویرېږم. داسې هم نده چې زه به د اولاد سمه تربیه و روزنه ونه کړای شم، کمی کاسی به راڅخه وشي، بلکې زه د اولاد له درده (بې حسۍ او پردې والي) ویرېږم… “زه” ))

د معصر تمدن برخه یې

تمدن له موږه ډېر څه واخیستل، د اړیکو تر منځ واټن، عاطفه، رسوم و عنعنات …

د اکرب پلار، په زحمتونو او د زړه په وینو رالوی شوی او روزل شوی ډاکټر زوی، د ریښتینولۍ درس ورکړئ، د پلار مننونکی زوی؛ په ښارۍ نجلۍ میینېږي، لکه قیمار د اکرب پلار د ۲۵ کلونو ټوله خواري، زحمتونه او قربانې په یوه لحظه کې بایلي…

د مېرمن د کورنۍ تر وړاندې، د اکرب پلار په لنګوټي او کلیواله جامو و ژوند شرمېږي، ږیره ورلنډوې، پتلون وراغوندې، د لومړې ځل لپاره د مېرمنې لپاره هم پلار او هم سخرګنۍ ته دروغ ویل پیلوې، د نږور ظلمونه، د زوی بدلون هر څه صرف و صرف پدې خاطر زغمې چې زوی ورسره وي او دیدن یې کوي، اما دغه دیدن هم پرې دروې، یوه سترګه ترې باسي او دویمه یې په تلاش کې لکه د یعقوب ع پسې د تل لپاره پټېږي…
دا چې اکرب پلار د دې هر څه په لیدلو څومره د درد له مراحلو تېرېږي په یاد ناول کې مې دا دردونه ټول حس کړل.

ـ هوښیارانو خو ویلي چې: کولاله وکړه، خو خپله سیاله وکړه. کاش خبره یوازې د کولو وای، نه د میینتوب، مینه انتخاب نه دی، جنون دی، لیونتوب دی، د عقل و شعور دښمنه ده، نه سیال ته ګوري او نه کولال ته، نه ثروت پیژنې او نه هم کوم مذهب.
وایي؛ مین، نه خپل لري او نه هم پردۍ. نه څه وینې او نه هم د چا اوري….

ـ حس:

اخخخ، موږ ولې له هغه چاسره کښېناستل پرېښودل چې په ملګرتیا مو د حقارت و شرمنده ګۍ احساس نه کاوه، خولې مو تل له خنداو ډکي او رازونه مو له یوۀ او بل سره په بې تکلفۍ شریکول… راغلو په هغه چا پسې چې تر شا یې باید بالښت وګرځاوه او تر لاندې یې خپل د اوږې څادر ویړ کړو، تر مخه یې د ادې دادا په خبرو، ناسته ولاړه وشرمېږو، چې ګوندي وروسته پاتې او د زوړ و بې تمدنه فکره غږېږي… له عصریت نه ناخبره دي ځانونه وتړو!؟

ما نه تنها حس کړل، بلکې ومې منل، چې موږ د مشرانو پر وړاندې له کومو حسونو تېرېږو، ولې او په څه یې ملنډې وهو او ولې په کوم اساس و دلایلو راته د زاړه عصر او زاړه فکره خاوندان ښکاري او غوښتنې ترې څه لرو د څه لپاره!؟

موږ خودغرضه شوې یو، خو دا هېرؤ چې هغوی چا زاړه کړل او ولې زاړه شول، تر څو موږ نوي کړي.

هغه بوډا چې د زوی د پل په پیدا کولو پسې یې پل اخیستی و، بلااخره خپل پل یې د لیوانو په پلونو کې ورکېږي…

پای کې مې دا زده کړل چې:
« ژوند هغه ستړې ده، چې پای یې هېڅ دمه (هوسا) نه لري…»

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ