کرکټ بورډ وایي؛ افغان ملې لوبډله د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته چمتو ده

لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان کرکټ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلې، چې افغان کرکټ ملې لوبډله د ایرلنډ په وړاندې راتلونکو دریو یو ورځنیو لوبو ته بشپړ چمتوالی لري.

سبا پنجشنبه افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلې سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې افغان او ایرلنډ لوبډلې به د لړۍ لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه سهار ۱۰ بجې د ابو دوبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې پیل کړي.
له هغه وروسته دا دوه هیوادونه دویمه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه بیا راتلونکې سې شنبه ترسره کوي.
دا درې واړه لوبې ملې سپورټ ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.

افغان کرکټ بورډ دې لوبو ته دا لوبډله اعلان کړې

اصغر افغان, رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




کرکټ بورډ وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰ زیاتو شکایتونو ته رسیده‌ګي کړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د چارو د لا ښه والي، د لا ډېر شفافیت د رامنځته کولو، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ټولو ... نور ولولئ