سینما او موسیقي

بوني کپور د خپلي لور لپاره د سارا علي خان په پرمختګ خواشینی ښکاري

د هندي سینما د مشهورې او مړې شوې فلم ستورې سري دیوي خاوند او فلم جوړونکی بوني کپور د خپلې لور جهانوي کپور په وړاندې د سیف علي خان د لور او نوې تازه د فلم نړۍ ته راغلې فلمي ستورې سارا علي خان د پرمختګ او ورځ تر بلې ډېرېدونکی محبوبیت څخه خفه معلومیږي، همدا لامل دی چې نوموړي د سارا علي خان محبوبیت ته د پي ار ټیم د کارنامې نوم ورکړی.

د یادولو ده چې جهانوي کپور او سارا علي خان دواړو تېر کال بالیوډ فلم نړۍ ته قدم کېښوده.

جهانوي د فلم دهړک له لارې فلم نړۍ ته راغله او سارا فلم کدرناتهـ د خپل لومړي فلم په نوم ثبت کړ خو کله چې یې په دغه فلم کې ښه رول ولوبوه او د خپلې اداکارې جوهر یې وښوده نو سمدستي د رنویر سنګ سره د یوه فلم (سمبا) لپاره هم انتخاب شوه او هغه فلم یې هم کامیاب شوه.

ایکسپریس نیوز وایي چې جهانوي د خپل فلم دهړک لپاره په پوره توان سره اعلانات وکړل خو په رسنیو کې او خپلو مرکو څخه د محبوبیت لرلو غیر نور څه ډېر کامیاب نشو په داسې حال کې چې له مسکا او خندا د ډکې څهرې او شخصیت لرونکي مالکه سارا علي خان د فلم ټول مینوال متاثره کړل.

خو اوس د جهانوي کپور پلار بوني کپور وایې چې د سارا علي خان په پرمختګ کې د هغې تر شاه د پي ار ټیم دی.

ایکسپریس نیوز د هندي ویپاڼې انډیا ټوډی د رپوټ په اساس لیکلي چې بوني کپور ویلي څنګه چې پي ار ټیم د سارا علي خان لپاره کار وکړ که همداسې د جهانوي لپاره هم کار شوی و نو اوس به یې مقبولیت هم ډېر وه.

نوموړي د خپلي لور د پاره هم د ټیم د بدلولو وړاندیز کړی چې د سارا په څېر پرمختګ وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی