فبروري 25, 2021

که ابي (نیلي) بوټونه خوښوئ، نو دا لیکنه ستاسې لپاره ده

ژباړه: مریم صدیقي
که ستاسو ابي بوټان خوښېږي خو پر دې نه پوهېږئ چې څه ورسره واغوندې نو د اندېښنې خبره نه ده. داسې ډېر رنګونه او کالي شته چې له ابي رنګ بوټانو سره ښکلي ښکاري. دلته به پر دې بحث وشD، چې د ابي (نیلي) بوټانو سره د کولو رنګونو او کالیو ټاکنه غوره ده. نیلي کالي د تور جامو سره. له ابي بوټانو سره د تور رنګ غوره کول غوره انتخاب دی. تور د ټولو رنګونو سره یو ښه ترکیب ده او د دې وړتیا لري چې په سټایل کې سادگي او ښکلا رامنځته کړي، نو تاسو کولی شئ، چې هر ډول تور کالي له ابي بوټونو سره غوره کړئ.

سپينې جامې او ابي بوټان:

مونږ تاسو ته د ابي بوټان سره د سپینې جامو اغوستلو وړاندیز هم کوو. او دا وړاندیز د دوبي موسم په میاشتوغوره کړئ. تاسو کولی شئ ځینې نور ابي رنګه توکي لکه دستکول، د ویښتانو ګلان، لښتۍ، بنګړي او کمربند ورسره واغوندئ. همدارنګه تاسو کولی شئ د ورځني کارونې لپاره خپل ابي بوټان له ابي شلوار یا ابي رنګ پرتوګ سره مل کړئ.

پیکه رنګونه:

که ستاسو موخه دا وي چې ابي بوټان مو ټول جذابیت ځانته خپل کړي، نو ښه خبره ده چې پیکه رنګونه لکه: پیکه خاکستري او پیکه نخودي جامې ورسره واغوندئ

سور رنګ له ابي رنګ سره:

د سور او ابي رنګونو یو ځای اغوستل کې جرئت غواړي. دا ځکه چې د دې دواړو رنګونو یو ځای کول ګوندې یو بې پامه ټاکنه وي. پداسې حال کې چې د سترګو نظر ځانته ډېر اخلي

ابي له نورو رنګونو سره:

ځيني نور رنګونه هم شته چې ابي رنګ بوټان اغوستل ورسره ځانګړی جذابیت او ښکلا پیدا کوي، او هغه دا دي:
۱ـ پیکه شین
۲- ژېړ
۳ـ پلنګي جامو سره
۴ـ میده ګلي جامې
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*