روغه سټه کرونا

ایا د ویني ګروپ د کوویډ ۱۹ ناروغی په زیاتوالي رول لري؟

لیکنه: مهر تاج

د نوې نوول کورونا وایرس ټوله نړۍ کې دومره په تېزۍ سره خپریدل د ساینس پوهانو د اټکل څخه هم پورته دی.

ساینس پوهان اوس په دې هڅه کې دي څو پوه شي چې کوم داسې عناصر دي چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ په شمېر کې دومره په چټکۍ سره ډېروالی راولي.

تیر کال دسمبر د چین په ووهان ښار کې  راپیدا شوي یاد وایرس په ټوله نړۍ د ویر ټغر خپور کړی دی، چې له امله یې تر پرون ورځې پورې یو اعشاریه دوه میلیونه پرې اخته او ۶۵زره کسان یې له امله مړه شوي دي.

د دې وبا له امله د نړۍ په بیلابیل هیوادونه قرنطین شوي دي او په افغانستان کې هم ځینې ولایتونه تر نامعلومي نیټي قرنطین اعلان شوي، چې د ننګرهار ولایت والي شاه محمود میاخیل یاده موضوع ډېره جدي نیولې او د قرنطین نه سرغړونکو سره قانوني چلند کوي.

اوس ساینسپوهانو ادعا کړي، چې د هر شخص د وینې ګروپ د کوویډ ۱۹ خطر په ډېروالي یا کموالي کې ممکن تاثیر ولري.

یاده څېړنه په نږدي ۲۲ تنو چینایي په کوويډ ۱۹ ناروغانو او په لکونو نورو روغو اشخاصو د وینې په نمونې اخیستلو تر سره شوې ده.

د ساینسپوهانو لاسته راوړي نتیجې له مخې د A ګروپ وینې لرونکو اشخاصو ته په کوویډ ۱۹ اخته کیدو خطر ډېره دی، چې د O ګروپ لرونکو اشخاصو   ته یې خطر تر یو حده کم دی.

د یادې څېړنې پایلې په medRxiv ویب سایټ خپره شوې ده. په یاد سایټ کې د اکثرو ساینسپوهانو د څېړنو پایلې، له بېلا بېلو جریدو څخه ژوندۍ خپریدونکي څېړنې چې د عملي کار په جریان کې وي خپرېږي.

څېړونکو ویلي، د بېلا بېلو وینو ګروپونو او د کوویډ۱۹ خطر تر منځ توپیر ممکن په وینه کې موجوده ځانګړی بدن ضد لامل وي، که څه هم د دې ثابتولو لپاره لا هم څیړنې ته اړتیا شته.

که څه هم د بېلا بېلو وینې ګروپونه د کوویډ ۱۹ په خطر تاثر کول ممکن د ناروغانو تداوي کولو لپاره او طب پوهانو ته مهم دی، ولې بیا هم د A ګروپ لرونکو ته پکار ده چې دوی له ځانه جدي ساتنه وکړي، تر څو د مکروب امکان کم کړی شي.

د څېړونکو په وینا، داسې اشخاص د ډاکټرانو پاملرنې او تداوۍ ته ډېره اړتیا لري، که څه هم ناروغ د ویني ګروپ پیژندلو له مخې د کوویډ ۱۹ او نورو میکروبونو په تداوۍ کې ممکن مرسته کوونکی ثابت شي.

یاده څېړه په محدوده پېمانه ترسره شوې ده، چې په پایله کې یې دومره وضاحت نه دی ورکړل شوی.

نورو طبي ماهرینو ویلي، که څه هم یاده څېړنه شاید د طبي ماهرینو لپاره مرسته کوونکي وي، نو عامه وګړي دې دا ادعا  سنجیده نه نیسي.

دوی زیاته کړی، که چیرته ستاسو د وینې ګروپ A  وي، نو د اندېښنې ضرورت نشته، د دې پایلو مطلب دا نه دی چې سل سلنه به تاسو پرې اخته کېږئ، او که چیرته ستاسو د وینې ګروپ O وي نو دا هم پدې مانا نده، چې تاسو د دې خطر څخه بشپړ خوندي یاست.

په هر حالت کې تاسو ته پکار ده چې خپل لاسونه حتمې په صابون سره ومینځئ او او نورې روغتیايي احتیاطي لارښووې عملي کړئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ