This post was originally published on this site.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند پلازمېنې ډیلي ته رسېدلی دی. په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی طالب چارواکی هند ته سفر کوي. د طالبانو حکومت لپاره ډیلي ته د ښاغلي متقي شپږ ورځنی سفر له سیمه ییزو ځواکمنو هېوادونو سره د دیپلوماتیکي راشې درشې زیاتولو له اړخه هم خورا مهم بلل کېږي. که څه هم د دې لیدنې اجنډا په هکله هېڅ یوه لوري څه نه دي ویلي، خو د چارو شنونکي وايي، سوداګري او امنیتي مسائل به ښايي د اجنډا په سر کې ځای ولري.
بشپړ راپور دلته بي بي سي پښتو ویباڼه کې لوستلی شئ.
https://www.bbc.com/pashto/articles/cg7dl8zx71mo?at_medium=RSS&at_campaign=rss