د نابینایانو کرکټ او اصول یې

د نابینایانو کرکټ ته په انګلیسي ژبه کې بلېنډ کرکټ وایي، دا کرکټ داسې بال لري، چې غږ تولیدوي او ړوند لوبغاړی بیا همدغه اواز پسې بېټ ور اچوي او یا هم ډګر ساتونکی د توپ د اواز په مرسته توپ نیسي.
د نابینایانو یا ړندو خلکو لپاره کرکټ سیالۍ د پوره ړندو او نیمه ړندو اشخاصو لپاره جوړشوی دی.
د دې ډول کرکټ لپاره ډبلیو بي سي سي یا د ورلډ بلېنډ کرکټ کونسل په نامه یوه کرکټ شورا په ۱۹۹۶ م کالل کې جوړه شوه.
د نابینایانو کرکټ ته د ۱۹۹۶ کال څخه را په دېخوا پوره رسمیت ورکړل شو.
تر دې دمه د دې ډول سیالیو ۷ نړیوال جامونه ترسره شوي دي، ۱۹۹۸ م کال کې لومړی نړیوال پنځوس اوریز جام په هند کې ترسره شو، دوهم نړیوال جام ۲۰۰۲ م کال کې په هندوستان کې ترسره شو، دریم نړیوال جام په ۲۰۰۶ م کال کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشو، څلورم پړاو نړیوال جام  په ۲۰۱۲ م کال کې ترسره شو، د نابینایانو دا نړیوال جام شل اوریز و او پنځم پړاو نړیوال جام پنځوس اوریز و دا جام په ۲۰۱۸ م کال کې په هندوستان کې ترسره شو.
د نابینایانو په کرکټ کې تر ډېره عمومي او عام شاټ سويپ یا جارو شاټ دی.
د نابینایانو کرکټ لپاره موجودې سرچینې
د نابینایانو کرکټ نړیواله شورا، د نابینایانو کرکټ جامونه، سیمه یز سازمانونه، د برېتانیا نابینایانو ورزش اداره، نیو ساوت ویلز نابینایانو کرکټ، هندوستان کې د نابینایانوکرکټ شورا، پاکستان کې د نابینایانو کرکټ بورډ، اسټرالیا وېکټوریا کې د نابینایانو کرکټ ټولنه.
د نابینایانو کرکټ تاریخچه
بلېنډ یا د ړندو کرکټ په ۱۹۲۲ م کال کې د دوو نابینایانو کاریګرو کمپنۍ له خوا د اسټرالیا په مېلبورن ښارکې رامنځته شو.
دوی د دغه کرکټ لپاره په یوه قُطۍ کې کوچنۍ ډبرې یا تېږې واچولې او بیا یې په لرګي وهلې، کله چې به تېږه قُطۍ کې کړنګېده، نو ړندو به همدغه کوتۍ په لرګي وهله او بیا له دې وروسته دا کرکټ د عصریتوب پر لور تګ پیل کړ.
د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۸ م کال کې د اسټرالیا په مېلبورن کې یو کرکټ کلب رسمي سیالي وکړه.

د نابینایانو لومړۍ ټېسټ کرکټ سیالي په ۲۰۰۰ م کال کې د افریقا او پاکستان نابینایانو لوبډلو له خوا ترسره شوه، چې پاکستان، افریقا ته په ۹۴ منډو ماته ورکړه.
په ۱۹۹۸ م کال کې د ړندو کرکټ نړیوال جام ترسره شو، دا جام پنځوس اوریز و او لومړی جام افریقا وګاټه.
افریقا په پایلوبه کې پاکستان مات کړ او اتلولي افریقا یوړه.
خو په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۶ م کلونو کې د نابینایانو نړیوال جامونه پاکستان په پرله پسې ډول وګټل، ۲۰۰۲ کې یې له افریقا او ۲۰۰۶ کې یې له هندوستان اتلولي یوړه.
د نابینایانو کرکټ اُصول
د نابینایانو کرکټ اُصول عیناً د عادي کرکټ لوبو په څېر دي.
د ړندو کرکټ لپآره اصول په ۲۵ مادو کې په ۲۰۰۵ م کال کې راټول شوي دي.
په دې کرکټ کې ټول لکه د عادي کرکټ په څېر هره لوبډله کې ۱۱ لوبغاړي وي، څلور لوبغاړي په بشپړ ډول ړانده وي، درې لوبغاړي نیمه ړانده وي او څلور بیا تقریبا بینا وي.
دوی بیا په بي یو، بي دوه او بي درې ډلو وېشل شوي دي.
د نابینایانو د کرکټ توپ له عادي کرکټ توپ څخه ستر وي، د بال دننه د غږ د تولید لپاره شرنګانی وي، چې هغه بیا ړوند ته دا وړتیا ورکوي چې توپ پسې بېټ واچوي او وې یې لوبوي.
نیمه ړانده بیا توپ ویني، وېکټ هم نسبت عادي وېکټو ته سترې وي او د اوسپنې له میلو څخه جوړې شوې وي.
لوبڅاران بیا له نو توپ، وایډ توپ سره غږ اوباسي تر څو ړانده د نو بال او وایډ توپونو څخه خبر شي.
ړوند لوبغاړی د سټمپ په وسیله نه اوټېږي او د ایل بي ډبلیو د اوټ کېدو چانس ورته دوه ځلې ورکول کېږي.
که چېري نابینا لوبغاړی یوې ټپکې یا یو بونس سره توپ کېچ کړي، بیا یې هم کېچ حسابېږي.
د نابینایانو د کرکټ شورا
په ۱۹۹۶ م کال کې په هندوستان کې د نابینایانو کرکټ شورا تاسیس شوه اوس مهال لس بشپړ غړیتوب لرونکي هېوادونه په دې شورا کې غړي لري، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلستان، هند، نیوزیلېنډ، سویلي افریقا، سریلانکا، پاکستان، ویسټ انډیز او نېپال هغه هېوادونه دي، چې د نابینایانو کرکټ شورا کې دخیل دي.
د نابینایانو کرکټ شورا لپاره هندوستانی جورج ابراهام مشر دی، د هغه په وخت کې لومړي ځل لپاره ۱۹۹۸ م کال کې نړیوال جام په ډیلي کې پیل شو.
۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ م کال کې یو ځل بیا ابراهام د نابینایانو کرکټ شورا لپاره انتخاب شو.
۱۹۹۸ کې سویلي افریقا، ۲۰۰۲ کې پاکستان، ۲۰۰۶ کې پاکستان، ۲۰۱۲ کې هندوستان، ۲۰۱۴ کې هم هندوستان، ۲۰۱۷ کې هم هند، ۲۰۱۸ کې هم هندوستان ګټلی.