یاران سپورټ
د ویسټ انډیز ځوان توپوهونکی بلېک ووډ وایي، لومړۍ ټېسټ لوبه کې د انګلستان لوبډلمشر بېن سټوکس هڅه کوله چې زما وېکټ واخلي او ویسټ انډیز بري کې ناکام کړي.
د ووډ په خبره سټوکس بریالی نشو. د نوموړي په وېنا سټوکس ده ته ډېرې خبرې کولې، چې ما غوسه کړي، غلط شاټ ووهم او ومې سوځي.
ووډ زیاتوي ما هیڅ غلطي ونه کړه او له حوصلې څخه مې کار واخیست همغه و، چې بریالی شوم او لوبډله تر بري ورسېده.
بلېک ووډ لومړۍ ټېسټ لوبه کې هغه وخت په پنځمه وېکټ لوبغالي ته د توپوهنې لپاره راښکته شو، چې د ویسټ انډیز ۳ وېکټې په ۲۷ منډو سوځېدلې وې.
نوموړی لکه د غره په څېر محکم ودرېد، د انګلستان د فسټ او سپېن بالرانو جادو پرې اغېز ونه کړ.
۹۵ منډې یې جوړې کړې او د لوبډلې لپاره یې په منځنۍ برخه کې د اتل رول ادا کړ. ویسټ انډیز لومړۍ لوبه کې د انګلستان ۲۰۰ منډې هدف د ۶ وېکټو په نقصان سره پوره کړ او انګلستان یې مات کړ.
ټېسټ کرکټ د حوصلې او ځیرکتیا لوبه
ټېسټ کرکټ لوبه کې د لوبغاړي لپاره حوصله او تخنیک ډېر مهم دی، په وېکټ باید سټی وکړي، د لوبې اړخ ور ارزوي، ټول سوچ او فکر باید په کرکټ او لوبه متمرکز وي.
د لوبغاړي لپاره د ځان او هېوادوال مینه مهمه ده، د ځان لپاره ښه کرکټ د هېواد او ځان لپاره لاسته راوړنه ده.
او کله چې د هېواد لپاره لاسته راوړنه ولرو، نو د ولس منځ کې محبوبیت مومي.
د دې سربېره لوبډله کې یې ځای پخېږي او بالاخره سکواډ کې ځای پېدا کوي.