په بلاسټ سیالیو کې د درې افغان لوبغاړو لوبې

د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې درې افغان لوبغاړي لوبېږي، محمدنبي عیسی خېل له کېنټ لوبډلې سره، راشدخان له سسېکس لوبډلې سره او مجیب الرحمن له مېډل سېکس لوبډلې سره لوبېږي.
د دې درې واړو افغانانو کارکرده ګي په دغو سیالیوکې د خپلو لوبډلو لپاره د ملا تیر شوه.
په جنوبي ګروپ کې د مجیب الرحمن دې لوبه له ګلامورګن لوبډلې سره مخ شوه، مجیب الرحمن په دغې لوبه کې تر ټولو په ښه ایکانومي توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونوکې ۱۷ منډې ورکړې؛ خو کومه وېکټ یې ترسرلاسه نه شوه کړای.
د مجیب دې لوبډلې مېډل سېکس د ۸ وېکټو په توپیر د ګلامورګن خلاف بري ته ورسېده.
د مُجیب الرحمن دې لوبډله د جنوبي ګروپ د نومرو په جدول کې دوهم ځای نیولی دی.

د جمعې په ورځ د جولای په ۲۶ مه نېټه د محمدنبي دې لوبډله کېنټ د اِي سېکس لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ته ښکته شوه.
محمدنبي عیسی خېل د توپ وهنې برخه کې یو توپ ولوباوه او خو په صفر اوټ شو.
نوموړي په توپ اچونه کې په ۴ اورونوکې ۲۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته، هغه په ۶ ایکانومي توپ اچونه وکړه.
په دې لوبه کې تر ټولو په ښه ایکانومي توپ اچونه محمدنبي عیسی خېل وکړه، نو د مجیب او نبي توپ اچونه بې سارې وه او د محمدنبي دې لوبډله د سویلي ګروپ په لومړي مقام کې ده.
بله لوبه په همدې ورځ د راشدخان دې لوبډلې سسېکس وه، دا لوبډله د سُري لوبډلې پر وړاندې لوبغالي ته ښکته شوه، راشدخان په څلور توپونو یوه منډه وکړه؛ خو په توپ اچونه کې یې په ۴ اورونوکې ۲۳ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
راشدخان په ۵ اعشاریه ۷۵ ایکانومي توپ اچونه وکړه، د دوی لوبډله د نومرو په جدول کې څلورم مقام کې ده.
دا د جمعې په ورځ د درې غوره افغان لوبغاړو کارکره ګي وه، چې بې مثاله وه.
نن د راشدخان دې لوبډله له سمرسېټ لوبډلې سره مخ ده او د سه شنبې په ورځ د محمدنبي دې لوبډله لوبه لري.